Oct 21, 2020 04:45 Asia/Kabul
  •  درې واړه جزيرې ايراني دي او تر ابده به ايراني وي

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي د سيمې د صلحې او امنيت په ترويج کښې د ايران په برخه اخېستلو باندې په تاکيد سره وويل: "بوموسی، تنب بزرگ و تنب کوچک" درې واړه جزيرې ايراني دي او تر ابده به ايراني وي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مجيد تخت روانچي پرون د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ويډيو کانفرنس له لارې غونډه کښې په ايران باندې د سيمې د څو هېوادونو د تور لګونې په ردعمل کښې وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د فارس خليج په سيمه کښې د انرجۍ، ټرانسپورټ، سوداګرۍ او ثبات او قرارۍ په رامنځته کولو کښې نه انکارېدونکے کردار لرلے دے او په دې حساسه سيمه کښې به د صلحې او امنيت له ودې سره هم هغه شان مرسته کوي.

تخت روانچي په دغه غونډه کښې د سيمې هېوادونه د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو هواري ته راوبلل او زياته يې کړه، د سيمې د هېوادونو وړومبنۍ او ترټولو مهمه ترجيح پکار دے د يوې غوره او امنه سيمې د جوړولو لپاره په يو بل اعتماد، د هېوادونو د حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا احترام ، د يو بل په کورنيو چارو کښې نه لاس وهنه او په برابرو شرائطو کښې د ملګرتياو وده وي.

هغه په دوام کښې په دې باندې په تاکيد سره چې پکار دے امنيت له کور دننه څخه ټينګ شي او له بهره په پېسو اخېستونکے نه دے واضحه کړه هغه هېوادونه چې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې هر کال په سلګونو ميليارډ ډالره په پرمختلليو وسلو خرچ کوي پکار دے پوه شي چې ډېر زيات فوځي لګښتونه نه رواوالے او نه اوږدمهاله امنيت رامنځته کوي.

تخت روانچی همدارنګ هغې ادعا ته چې د بوموسی، تنب بزرګ او تنب کوچک نومې  ايراني حزيرو په اړه مطرح شوه اشاره وکړه او واضحه يې کړه دغه درې واړه جزيرې ايراني دي ا تر ابده به ايراني وي.

 

ټیګونه

کمنټونه