Oct 21, 2020 13:58 Asia/Kabul
  • ایران او افغانستان له نشه ییزو توکو سره مبارزه کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د سرحدي پولیسو قومندان برید جنرال احمد علي ګودرزي او د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو توکو سره د مبارزې مرستیال هاشم اورتاق د نشه ییزو موادو له قاچاق سره په مبارزې کښې په جدي ملګرتیا ټینګار وکړ .

د ایران د سرحدي پولیسو قومندان برید جنرال احمد علي ګودرزي نن په تهران کښې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې له مرستیال هاشم اورتاق سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو تاریخي او کلتوري نږدې والي ته په اشارې سره وویل له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په زمینه کښې د افغانستان او د ایران ترمینځ ملګرتیا او غږملتیا باید اساسي ، جدي او کارنده وي .

ګودرزي په دې خبرې سره چې سرحدي  پولیس له نشه ییزو موادو د مبارزې په لومړۍ کرښې کښې دي وویل د افغانستان او د ایران په سرحدونو کښې ګډې ګزمې د سرحدونو له پایداره امنیت سره ډیره مرسته کوي .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې مرستیال هاشم اورتاق هم په افغانستان کښې د ټولې دنیا د څلور اتیا(۸۴) فیصده افیمو تولید ته په اشارې سره وویل د هیواد په ځینو ولایتونو او سرحدي سیمو کښې د طالبانو د شتون په دلیل د کابل حکومت د نشه ییزو موادو له کر او تولید سره په مبارزې کښې له مشکل سره مخ دی .

اورتاق په دې خبرې سره چې افغانستان له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په زمینه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اندیښنه او حساسیت درک کوي هیله وکړه له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د قوانینو په اصلاح او بیا کتنې سره ځینې خلاګانې ختمې شي او  د نشه ییزو موادو له قاچاقچیانو سره په چلند کښې اغیزشیندونکي ګامونه پورته شي .

 

ټیګونه

کمنټونه