Oct 21, 2020 14:36 Asia/Kabul
  • د وسلو د بندیز ختمیدل د عقل او د حقیقت د منطق بریالیتوب و

زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني د وسلو د بندیز ختمیدل په بدمعاشۍ باندې د عقل او د حقیقت د منطق بریالیتوب وباله .

هغه نن د کابینې غونډې ته په وینا کښې د ایران پرضد د وسلو د بندیز ختمیدا ته په اشارې سره وویل  امریکا کلونه کلونه هڅه وکړه د ایران ملت له خپلو حقونو محرومه کړي  خو ماتي یې وخوړله او خپل هدف ته په رسیدا کښې بریالۍ نشوه .

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل دا خبره اصلا اهمیت نلري چې ایران څومره وسلې اخلي یا څومره وسلې  خرڅوي مهمه دا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت خپل حق ترلاسه کړ  .

هغه دغه راز له اټومي تړون وتلو ته د دغه موافقې د نورو لورو د مجبورولو لپاره د امریکا او د صهیونیسټ رژیم ناکامۍ ته په اشارې سره وویل امریکا د ایران پرضد د وسلو د بندیز د تمدیدولو په موضوع کښې هم څنګ ته شوه ځکه چې د ملګروملتونو امنیت شورا هم د امریکا غوښتنې ته هیڅ پام ونکړ .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې له اټومي تړون د امریکا د وتلو په مقابل او په اټومي تړون کښې د خپلو ژمنو  ګام په ګام د کمولو په هکله د ایران تدبیر ډیر پیچلی او حساب شوی و وویل د ایران د دغه اقدام نتیجې تر دې حدې ځلانده وې چې دوست او دښمن ونه توانید د تهران په اقداماتو کومه نیوکه وکړي .

هغه وویل د ایران په وړاندې د امریکا لاره کاملا غلطه ده او ټینګار یې وکړ دا خبره چې د امریکا  د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کښې کوم ګوند او څوک بریالی شي د ایران لپاره اهمیت نلري ځکه چې کوم سړی چې واک ته رسیږي نو مجبوره دی  د ایران د ملت په وړاندې تسلیم شي او له دې پرته بله لاره نشته .

 

ټیګونه

کمنټونه