Oct 21, 2020 14:52 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان د پانګونې هرکلی کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران او د پاکستان د سرحدي تجارت د ګډې کمیټۍ په غونډې کښې د ایران د پلاوي مشرې میرمن ماندانا زنګنه د چابهار په ځانګړي اقتصادي سیمې ، میرجاوه او د ریمدان په نوي سرحدي لاره کښې د پانګونې لپاره د پاکستان د سوداګرانو او د شرکتونو د کوربه توب لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ .

د ایران د سیستان او بلوچستان د والي د اقتصادي چارو د غږملونکي مرستیالې او په کویټه ښار کښې د سرحدي تجارت د ګډې کمیټۍ په اتمې (۸) غونډې کښې د ګډون لپاره  پاکستان ته ایران د استول شوي پلاوي مشرې میرمن  ماندانا زنګنه  وویل د پاکستان د پانګه اچونکو لپاره د ایران د چابهار د ځانګړي اقتصادي سیمې، د میرجاوه سیمې او د ریمدان سیمې دروازې خلاصې دي .

زنګنه دغه راز په راتلونکي یوه (۱) میاشت کښې د ایران او د پاکستان ترمینځ د نویو سرحدي لارو او په تیره بیا  د ریمدان او د ګبد ځانګړي لارې په پرانیستلو ټینګار سره وړاندیز وکړ د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې له لومړۍ (۱) نیټې څخه د میرجاوه او د تفتان په سرحدي لاره کښې د ګمرک او کسټم کاري ساعتونه زیات شي چې دغه چاره د پاکستان له هرکلي او موافقت سره مخ شوه .

د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګمرک یعني د کسټم دچارو مشر او د ایران او دپاکستان د سرحدي تجارت د ګډې کمیټۍ په غونډې  کښې د پاکستان د پلاوي سرپرست عبدالوحید مروت هم د دواړو هیوادونو ژورو او زاړو ګډولوته په اشارې سره وویل  پاکستان د اسلام اباد له حکومت څخه د اجازې له ترلاسه کولو وروسته تر کویټه ښار پورې او دغه راز د پاکستان نورو سیمو ته د ایران د ټرکونو له ورتلو او دغه راز د مالي او د حقوقي اختلافاتو د حل لپاره د زاهدان او د کویټه د تجارتي کوټو ترمینځ د کمیټۍ له جوړولو سره موافق دی .

 

ټیګونه

کمنټونه