Oct 22, 2020 04:12 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د امریکا ظالمانه بایکاټونو ماتي خوړلي

زمونږ خبریال وايي د ایران د جیو پولیټیک ټولنې مشر برید جنرال سید یحیی رحیم صفوي د ایران د ملت پرضد د امریکا ظالمانه بایکاټونه او د زیات دباو ستراتیژۍ ماتي خوړلي وبلله .

هغه پرون وویل د ایران اسلامي جمهوریت د کیسپین سمندرګي د جیو پولیټیک حوزو د هیوادونو له  تجارتي کوریډورونو او اقتصادي ظرفیتونو په استفادې سره دوې (۲) ستراتيژیکې لارې فعالې کړي دي .

یحیی رحیم صفوي لومړۍ(۱) لاره د مرکزي اسیا له لارې له چین او د اورسیا له هیوادونو سره تعامل وباله او ویې ویل دوهمه (۲) لاره  د اورسیا له اتحادیې یعني روسیې ، قزاقستان ، بیلاروس ، قیرغیزستان او ارمنستان سره د اقتصادي او د سیاسي اړیکو پراخول دي .

د ایران د جیو پولیټیک ټولنې مشر یحیی رحیم صفوي په دې خبرې سره چې امریکا او اروپايي هیوادونه د اورسیا د اقتصادي اتحادیې نړیوال پیغام او د نویو اړیکو دغه معنا او مفهوم په ښه ډول درک کوي وویل د اورسیا اقتصادي اتحادیه د بایکاټونو په وخت کښې د صادراتو او د وارداتو لپاره د ایران داقتصادي پراختیا فضا ګڼل کیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه