Oct 22, 2020 16:49 Asia/Kabul
  • د سيمه ايزو حقائقو په وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف تکراري  دعوې

په بهرنيو چارو کښې د اماراتو د حکومت صلاحکار وزير انورقرقاش د يو څو ټوئيټونو په خپرولو سره ايران د اېشيا په لويديځه سيمه کښې په اعتماد ختمونې او ناامنۍ تورن کړ.

انور قرقاش په يو ټوئيټ کښې وليکل: د فارس خليج سيمې امنيت ته نړيواله، تاريځ او نوې پاملرنه پکار دے په اعتماد جوړونې سره شروع شي؛ يوه داسې مسئله چې په څو وروستيو کلونو کښې د فارس خليج د څنډې د عربو هېوادونو په چارو کښې د ايران په مداخلت سره ترمنفي اثراتو لاندې وه او ده. بې له اعتماد جوړونې د جوړښتي او نويو ګامونو او د راتلونکو تصوراتو د رامنځته کولو لپاره حرکت د صلحې او ثبات د پياوړتيا لپاره مشکل دے.»

بې له شکه اعتماد جوړونه د يوې امنه سيمې د رامنځته کولو وړومبنے شرط دے.

خو د فارس خليج سيمه له هغو سيمو څخه ده چې نه يوازې پکښې امنيتي ټولګې بڼه نه ده نيولې بلکه د فارس خليج د ملګرتيا شوروا په شان ډېرې وړې امنيتي ټولګې پکښې په عملي توګه له ماتې سره مخامخ شوې دي.

په دې اړه مختلف وجوهات موجود دي چې اصلي وجه يې د هېوادونو ترمېنځ په تعلقاتود اعتماد نيشتوالے دے.خو مهم ټکے دا دے چې د اعماد د نيشتوالي مسبب د ايران اسلامي جمهوريت او د هغه سيمه ايز سياست نه دے.

د ايران اسلامي جمهوريت هيڅ وخت د اېشيا په لويديځه سيمه کښې يرغلي سياست نه دے لرلے بلکه د يرغلونو په وړاندې يې له ځانه او خپلو انډيوالانو څخه دفاع کړې ده. په سوريې کښې د ايران د اسلامي جمهوريت موجودګي پوره دفاعي ماهيت لري، ځکه چې سوريه د اسلامي جمهوريت له متحدانو څخه ده او له هغو ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره چې د امريکې، صهيونېسټ رژيم او د ځينو عربو هېوادونو په تېره بيا د سعودي او اماراتو ملاتړ ورته حاصل دے ترې غوښتنه شوې ده. په مقابل کښې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې او د يمن عربي هېواد په خلاف د سعودي او اماراتو يرغلي سياست غوره کړے دے او په تېرو شپږو کلونو کښې يې په دغه هېواد هره ورځ حملې ترسره کړې دي او نن يمن د نړۍ له ترټولو سترې انساني غميزې سره مخامخ دے.

بل ټکے دا دے چې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې ناامني د سيمې د ځينو عربو هېوادونود وارد شوي امنيت په وجه دے. په سيمه کښې د لويديځو قوتونو په تېره بيا د امريکې موجودګي چې د ايران د اسلامي جمهوريت د محاصره کولو په هدف سره ده، په عمل کښې کېدې شي د يو خاص هېواد يا واکمنانو د امنيت سبب شوې وي خو د سيمې د امنيت سبب شوې نه ده او په خاصه توګه د سيمې د يو مهم قوت په توګه  د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره يې ناامني په نتيجه کښې لرلې ده. د دغې ناامنۍ څرګنده نمونه د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د شهيد قوماندان جنرل قاسم سلېماني او د الحشدالشعبي شهيد نائب مشر ابومهمدي المهندس وژله ده چې په تېره جنورۍ کښې د امريکې د حکومت لخوا ترسره شوې ده. له دې نه علاوه امريکائي فوځيان چې د عراق په خاوره کښې شتون لري د سيمې د مقاومت د ډلو په خلاف پرله پسې حملې ترسره کوي.

بې له شکه د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د ناامني اصلي وجه په سيمه کښې اسرائيلې رژيم شتون دے. اسرائيلو له دې سره سره چې په عربو هېوادونو باندې يې ګڼ شمېر جنګونه تپلي دي فلسطيني ټاټوبے يې هم د امريکې او ځينو اروپائي هېوادونو په ملاتړ سره قبضه کړے دے په دا ډول چې نن د فلسطيني خاورې له پينځلس فيصدو نه کمه برخه د دغه هېواد د خلقو يعنې فلسطينيانو په اختيار کښې ده. له صهيونېسټ رژيم سره د عربو هېوادونو د تعلقاتو ټينګول به نه يوازې د سيمې لا زيات امنيت په نتيجه کښې ونه لري بلکه  بلکه د ناامنۍ د زياتېدو سبب به شي، ځکه فلسطينيان د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو سره د مقابلې لپاره په جدي توګه کلکه اراده لري.

وروستنے ټکے دا چې د انور قرقاش د څرګندونوپه اپوټه د ايران اسلامي جمهوريت د هر ډول اعتماد جوړونې مخکښ دے، خو د سيمې د قومي کولو په اړه  د ځينو عربو هېوادونو پاليسي په دې دعوې سره چې د ايران اسلامي جمهوريت پکار نه دے د عربو هېوادونو په چارو کښې مداخلت وکړي د ايران له اسلامي جمهوريت سره د مقابلې په هدف سره د اسرائيلي رژيم لوري ته په ورتلو سره د هر ډول اعتماد جوړونې خنډ کيږي.

--------

 

ټیګونه