Oct 23, 2020 04:38 Asia/Kabul
  •  برجام د ايران لپاره يوه اړخيزه ژمنه نه ده

د ملګرو ملتو د عمومې اسمبلې په وړومبۍ کمېټۍ د ايران استازي د ايران توغنده اي پروګرام د نړيوالو قوانينو مطابق وبلۀ او اروپايانو ته تيې په خطاب سره وويل، برجام ايټمي موافقه د ايران لپاره يوه اړخيزه ژمنه نه ده.

د ايرنا د رپوټ له مخې حېدر علي بلوجي د ايران د توغنده اي پروګرام په اړه د برطانيې او فرانسې لخوا د ځينو مطرح شويو ادعاګانو په ځواب کښې زياته کړه، برجام يوه اړخيزه ژمنه نه ده چې يوازې دې د ايران لخوا ومنلې شي بلکه د درې اروپائي هېوادونو يعنې فرانسې، برطانيې او جرمني په شمول د نورو ګډون کونکو په اړه فردي ژمې ټاکي.

هغه په دې خبره تاکيد وکړه چې اروپائي  لوري دې په ايران باندې د دباو راوړلو په ځاے خپلې وعدې پوره کړي او د برجام ايټمي موافقې او د ۲۲۳۱ پرېکړليک له خلاف ورزۍ او د ايران په خلاف د زيات نه زيات غېر قانوني سزاګانو له عملي کېدو څخه دې مخنيوے وکړي.

حيدر علي بلوجي همدارنګ په ملګرو ملتو کښې د صهيونېسټي استازي ادعاګانو په ردولو سره  واضحه کړه، اسرائيل يو داسې موجوديت دے چې هم هغه شان په نيواکي زمکو کښې جوړښتي تبعيض اعمالوي.

هغه زياته کړه، نړيواله ټولنه پکار دے اسرائيلي رژيم مجبور کړي چې د ملګرو ملتو په سيوري کښې د ډله ايزې وژلې له ټولو وسلو څخه د پاکې لويديځې اېشيا د رامنځته کولو خبرو اترو سره د يوځاے کېدو لپاره دې د هر ډول بهانې پرېږدي او په بحثونو او کانفرنسونو کښې دې ګډون وکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه