Oct 23, 2020 06:26 Asia/Kabul
  • امريکه په نړۍ کښې د وسلو د سيالۍ لېواله ده

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په روسي ژبه يوټوئيټ کښې وليکل: د يرغليزو سټراټيجکو وسلو د محدوديت د معاهدې تمديدولو ته ګروهنه نه لرل په نړۍ کښې قرارۍ ته د امريکې د نه دلچسپۍ او په نړۍ کښې د وسلو د سيالۍ شروع کولو ته د دغه هېواد د زياتې لېوالتيا يو بله څرګنده نمونه ده.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف پرون په دغه ټوئيټ کښې

وليکل، د يرغليزو سټراټيجکو وسلو د محدوديت د لوظنامې اېس اېن وي درې تمديدولو ته د امريکې نه ګروهنه چې د  نړيوال امنيت او په وسلو باندې د کنټرول د ټينګښت يوه مهمه معاهده ده د راتلونکي ميلادي کال په فرورۍ کښې يې اعتبار ختميږي په نړۍ کښې قرارۍ ته د امريکې د نه دلچسپۍ او په نړۍ کښې د وسلو د سيالۍ شروع کولو ته د دغه هېواد د زياتې لېوالتيا يو بله څرګنده نمونه ده.

د روسيې  ولسمشر ولاديمير پيوټن د تېرې جمعې په ورځ وړانديز وکړ چې د ماسکو او واشنګټن ترمېنځ د سټارټ دوه نومې معاهده دې بې له څه وړاندې شرطه د يو بل کال لپاره تمديد شي خو سپينې ماڼۍ بې له څه ځنډه دغه وړانديز رد کړ.

 

ټیګونه

کمنټونه