Oct 24, 2020 14:58 Asia/Kabul
  • د امریکا د ایران ضد اقداماتو ته ځواب ورکول کیږي :-

د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو په ټرور کولو کښې د امریکا اقدام د حکومتي ترهګرۍ ښکاره بیلګه ده او د ایران د باندنیو چارو وزارت هم په نړیوالو ټولنو او ارګانونو کښې په جدي توب سره دغه موضوع تعقیبوي .

په همدې ارتباط د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون د  جمعې په ورځ د  یوې (۱) خبرپاڼې په خپرولوسره وویل په بغداد کښې د امریکا سفیر ماټیو ټولر ، د هغه مرستیال اسټیو فاګین او د عراق په اربیل کښې د امریکا سرکنسول راب والر بایکاټ شول او دوې به  له پرون څخه په سیمه کښې د امریکا د ترهګرو او د ماجرا غوښتنو اقداماتو او د بشري حقوقو له خلاف ورزۍ سره  د مقابلې په قانون کښې په لیکل شویو موردونو او پایلو کښې شامل وي  او د ایران ټولې اړونده ادارې له قانون سره سم په دې هکله د اغیز شیندونکو کارونو د ترسره کولو لپاره ضروري اقدامات غوره کوي .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک په قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني چې د عراق په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی و د امریکا د حکومت له ترهګرې پوځي حملې سره مخ شو .

د امریکا دغه ترهګر اقدام د ولسمشر ترمپ نیغ په نیغه حکم او د بې پایلوټه الوتکې په حملې سره شوی و .

د ایران اسلامي جمهوریت په دې سربیره چې د امریکا د حکومت پرضد د متقابل اقدام له حق څخه برخور دی حق لري د ملګروملتونو د منشور د یوپنځوسمې (۵۱) مادې پرساس د خپلې جایزې دفاع د ذاتي حق د کارولو لپاره د ضروري او اړینو اقداماتو د غوره کولو لپاره د نړیوالو اصولو او قوانینو پراساس له خپلو ټولو حقونو استفاده وکړي .

ایران دغه راز د خپلو حقوقو د احقاق لپاره کولای شي د امریکا وروستی ترهګر اقدام نړیوالو اړونده ارګانونو په تیره بیا د بشري حقوقو شورا او د ملګروملتونو عمومي ټولنې ته وړاندې  کړي .

د عراق په خاوره کښې د امریکا ترهګر عملیات د دغه هیواد په ځمکنۍ بشپړتیا باندې تیری ګڼل کیږي او د نړیوال مسولیت د پلان د لومړۍ (۱) او دوهمې (۲) طرحې او پلان پراساس د واشنګټن حکومت په دوه زره لومړي (۲۰۰۱) میلادي کال کښې په دې ارتباط د نړیوال خلاف ورزي کونکي اقدام مسول دی .

د قاسم سلیماني په ټرور کولو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ اقدام له ترهګرۍ او ټرور څخه په کار اخیستلو او په نړیوالو قوانینو باندې په سترګو پټولو کښې د امریکا د حکومت ښکاره اقدام ګڼلی شو .

هرکله چې د امریکا ګټې وغواړي نه یوازې دغه هیواد د ترهګرۍ ملاتړ کوي بلکې په خپله هم د ترهګرو اقداماتو عامل دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تیرې جون میاشتې کښې د حکومت له چارواکو او مسولانو سره په کتنې کښې په وینا کښې د داعش ترهګرې ډلې په جوړولو او له دغه ډلې په تدارکاتي او پوځي ملاتړونو کښې د امریکا رول ته په اشارې سره وویل  د داعش پرضد د ائتلاف د جوړولو ادعا یو(۱) دروغ دی البته امریکا له نه کنټرول شوي داعش سره مخالفه ده خو که چیرې کوم هیواد  وغواړي په حقیقي ډول داعش ډله له مینځه یوسي نو امریکا له نوموړي هیواد سره مقابله کوي .

د قاسم سلیماني ټرور کول بې شکه جنایتکاره ترهګر عمل او د نړیوالو حقوقو د مقرراتو او اصولو خلاف ورزۍ ده او له دې کبله یې  په نړیوالې ټولنې کښې د امریکا لپاره درانه نړیوال مسولیتونه رامینځته کړي دي .

داسې ډيرې نښې نښانې او سندونه شته چې ثابتوي د امریکا ترهګر اقدامات په سیمه کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب شوي دي او د نړۍ او د سیمې امنیت او سوله یې په خطر کښې اچولي ده .

هماغه ډول چې د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تیرې جمعې ورځ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل د امریکا د ایران ضد اقداماتو ته ځواب ورکول کیږي .

 

ټیګونه

کمنټونه