Oct 24, 2020 16:45 Asia/Kabul
  • ایران له کرونا سره په مقابلې کې په ځان بسیا دی

ډاکټر روحاڼي روښانه کړې ده ، نور هیوادونه له ایران سره حتی ، له بشری حقوقو، روغتیائی چارو او د انسانانو دژوند په ژغورنې اودرملنې کې مرسته او ملګرتیا نه کوي ،که څه ډنډورې ئې وهي .

 ایرنا خبري آژانس راپورورکړی  د اسلامی ایران  ولسمشر  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په حضور او ددوي له وینا مخکې  د ایران   له کرونا سره د  مقابلې د ملي کمیټې  په غونډې کې   په تیرو اتو میاشتو کې  له کرونا سره  دمقابلې د فعالیتونو په باب دیوه مفصل راپور په وړاندې کولو سره  زیاته کړې ، د کرونا د خوریدا په پيل کې  هیڅوک  حاضر نه وو دتشخیص کیټونو ، د مصنوعي تنفس د آلو ، د آئي سی یو د تجهیزاتو او امکاناتو  او حتی د ماسک په څير  داړتیا وړ تجهیزات ایران ته ورکړي ، خو د پوه بنسټه شرکتونو باندې په تکیې سره  دغه تجهیزات په چټکۍ سره  تولید شول او اوس  په دې زمینې کې په درست ایران کې هیڅ مشکل نشته .

  ډاکټر روحاڼي روښانه کړې ده ،   نور هیوادونه  له ایران سره حتی ، له بشری حقوقو، روغتیائی چارو  او د انسانانو دژوند په ژغورنې اودرملنې کې  مرسته  او ملګرتیا نه کوي ،که څه ډنډورې ئې وهي .

 د اسلامی ایران ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې د کرونا ویروس  دخوریدا چټکتیا   دخوریدا له هماغه پیله  نهه برابره  زیاته شوې ، روښآنه کړې ده ،  له دغه منحوس ویروس سره  د مقابلې لپاره   اوسمهال  دروغتیائی پروټوکولونو له رعایتولو پرته بله هیح لاره نشته .

 

ټیګونه

کمنټونه