Oct 26, 2020 11:27 Asia/Kabul
  •  د اسلام د دښمنانو مکر به خپله هغوي ته ستون شي

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د فرانسې د واکمنانو د سپکاوي په غندلو سره تاکيد وکړ، د اسلام د دښمانو مکر به خپله هغوي ته ستون شي.

محمد باقر قاليباف نن د اسلامي شورا د جرګې څرګنده غونډه کښې وويل، له رحمت اللعالمين حضرت محمد مصطفی (ص) سره د فرانسې د واکدارانو د کم عقلۍ دښمنۍ د ټولې نړۍ د مومنانو زړونه دردولي دي.

قاليباف زياته کړه، د فرانسې واکداران چې د ځان په خلاف ډېره وړه خبره هم نه شي زغملې اوس له اسلام او ټولو آسماني دينونو سره د دښمنۍ لپاره يې بدي او بې حرمتي انتها ته رسولې ده او ښودنه کوي چې له انسانيت او د انسانانو ترمېنځ د مهربانۍ ‎، صلحې او مودت بوئي هم نه دے بوي کړے.

د اسلامي شورا د جرګې مشر واضحه کړه چې د اسلامي د قدرمن پېغمبر  او د خداے پاک پېغام له دغو ړندو او بې نتيجې او غېر انساني اقداماتو سره غلے کېدونکے نه دے.

د يادونې ده چې چارلي اېبډو نومې فرانسوي نشريې په تېرو ورځو کښې يو ځل بيا د اسلام د ګران پېغمبر (ص) په باره کښې له سپکاوي ډک کارټونونه خپارۀ کړي دي.

د فرانسې ولسمشر امانو مېکرون هم په خپلو له دېپلومېټک عرف او د ډېموکرېسۍ له اصولو نه وراخوا وويل، فرانسه به هم هغه شان د اسلام د پېغمبر (ص) په خلاف له سپکاوي ډک کارټونونو خپرولو ته دوام ورکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه