Oct 26, 2020 12:01 Asia/Kabul
  • نړيوال صهيونېزم د رسول اکرم (ص) په شان کښې د سپکاوي پلانونکے او لارښونکے دے.

د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشرد خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د سپکاوي په غندلو سره هغه د ماډرن جاهليت نښه وبلله.

ډاکټر علي اکبر ولايتي پرون په يوې بيانيې کښې وويل، د رسول اکرم (ص) شان کښې د سپکاوي نړيواله غندنه پکار دے د دغه سپکاوي کونکې نشريې د بندېدو او مخنيوي سبب شوې وې، خو د فرانسوي حکومت دوه رنګه معيارونه د دې سبب شول  چې له شرکه ډک او دين مخالفت تفکر د دغه هېواد په تربيتي نظام کښې هم رسوخ کړے، څرګند شوے او تبليغيږي.

د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر تاکيد وکړه، د اسلام خوښونې او اسلام قبلونې مخ په زياتېدو وده د دې سبب شوه چې د دغه سپېرۀ حرکت لارښونکي او واکداران په ډاګه مېدان ته راودانګي او خپله حقيقي او له شرمه ډکه څېړه رسوا کړي.

د دغې بيانيې په دوام کښې راغلي دي، تندلاريتوب او  د خداے د ګران رسول (ص) د شان سپکاوے د يوې سيکې دوه اړخه دي چې د نړيوال صهيونېزم او نړيوال استکبار لخوا د سوچه اسلام په خلاف کارول شوےدے.

ولايتي واضحه کړه، په مسلمه توګه داسې يو اقدام به د مسلمانانو او د نړۍ د ازادي غوښتونکو  او انصاف لټونکو د خفګان او ځواب ويلو سبب شي او د مسلمانانو مخ په زياتېدو اتحاد او يووالے، د اسلامي ټولنود وګړو بېداري او د دغو سپېرو حرکتونو چې د ټولو اعلی اوترټولو ارزښتمن مخلوق سپکاوے کوي  نړيواله غندنه په ځان پسې ولري.

 

ټیګونه

کمنټونه