Oct 26, 2020 14:09 Asia/Kabul
  • د ايران په خلاف د واشنګټن ادعا ته د اساسي قانون د څارونکې شورا د وياند ځواب

سپينې ماڼۍ د ځينو ايمېلونو په استناد سره چې ادعا کوي ايران هېکرانو د هغوي په انتخاباتو باندې د اثر کولو په هدف سره امريکائي عوامو ته لېږلي دي د ايران اسلامي جمهوريت د امريکې په انتخاباتو کښې په لاسوهنې تورن کړےدے.

امريکې له دغې ادعا وروسته ځينې ايراني ادارې د خپلو بنديزوو په لېسټ کښې راوستې. د نومبر په انتخاباتو کښې د ايران د لاسوهنې رسانه اي جنجال او د څو ايراني ادارو بائيکاټ په امريکه کښې د انتخاباتو د افتضاح د پټولو او د دغه هېواد د کورنۍ سياسي ګډوډۍ د پټولولپاره يوه انحرافي لار بللې شوو.

د ايران د اساسي قانون د څارونکې شورا وياند عباسعلي کد خدائي پرون په خپل يو ټوئيټ کښې د امريکې په انتخاباتو کښې د ايران د لاسوهنې په اړه د امريکنيانو د ادعا په ځوابکښې وليکل؛ ايران په ځلونو ويلي دي چې د نورو هېودونوپه کورنيو چارو مداخلت نه کوي او له دې هم وراخو دغه مداخلت ته څه ضرورت هم نه لري.

کدخدائي زياته کړه،د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پکار دے په دې پوه شي چې د نورو هېوادونو په چارو کښې د لاسوهنې دوران ختم شوے دے.

دغه موضوع له څو اړخو جاجول کېدې شي. وړومبے دا چې دغه ادعاپه داسې حال کښې مطرح کيږي چې مريکه کلونه کلونه اوشول چې دايران په شمول د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې لاسوهنې کوي او نوم ورته د ډېموکرېسۍ او منيت ټينګښت ورکوي.

دويم ټکے دا چېد زياتومستنداتو له مخې د امريکې په فېصلو او سياسي موضوعاتو ترټولو مهم موثره بهرني لوبغاړي د آئپک په محوريت سره سعوديان او صهيونېسټ رژيم دي.

ران پل موسسې د دې ادعا په باره کښې په يو رپوټ کښې د ايران لخوا د يو نيم زر ايميلونو د لېږلو ادعا حتی که صيح هم وي نو د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې به تقريباً هيڅ تاثير ونه لري.

نيويارک ټائمز هم  دغې ادعا ته په يو تحليلي نظر کښې وليکل؛ کېدې شي دا لوبه ولسمشر شروع کړې وي. هغه بې له څه مدرکه له هفتو راهسې استدلال کړے دے چېد نومبر د دريمې په اتخاباتو کښې به ټګي اوشي، هغه ويلي دي چې د پوسټ له لارې رائې اخېستنه پراخيږي او هغه ته د ماتې ورکولو يوازېنۍ لار دا ده چې مخالفان يې ټګي وکړي. اوس هغه د بهرنيو د نفوذ د فعاليتونو يو لړ شواهد لري چې د هغه د بيا غوره کېدو فرصتونو ته د زيان رسولولپاره پلان شوي دي، که څه هم د رائې اخېستنې په بنيادي سېسټم څه تاثير نه کوي.»

د روسيې د لاسوهنې ادعا هم داسې ښکاري يو انتخابي ټاکټيک وي نه يو حقيقي ګواښ.

د نړيوالو مسائلو شناندے علي بېګدلي د امريکائي چارواکو لخوا د څو ادعاګانو د بڼه نيونې علت او منعبې ته په اشارې سره باوري دے د امريکې په انتخاباتو کښې د ايران د لاسوهنې ادعا د ټرمپ لپاره د يو مظلوم کس جوړولو په هدف سره يوه سناريو دے. حتی د ټرمپ په کورونا اخته کېدل او  روغتون ته تلل هم په همدې لړ کښې وو.

په هرحال هم هغه ډول چې د ايران د اساسي قانون د څارونکې شورا وياند تاکيد وکړ،  د امريکې انتخابات يو کورنۍ موضوع ده چې ايران ورسره دلچسپي او پکښې مداخلت لازمي نه بولي. بنيادي ټکے دا دے چې د دغو انتخاباتو لوبغاړو په کافي اندازه د امريکې د انتخاباتو اعتبار ترپوښتنې لاندې راوستلے دے او په دغو ادعاګانو سره خپلو عامه افکارو ته دهوکه نه شي ورکولې.

------

 

ټیګونه

کمنټونه