Oct 26, 2020 15:20 Asia/Kabul
  •  که امريکنيان څه جنګ شروع کړي خاتمه به يې له هغوي سره نه وي

د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز د دې په بيانولو سره ک امريکنيان څه جنګ شروع کړي نو خاتمه به يې له هغوي سره نه وي تاکيد وکړ، له دې امله د امريکې جنګ نيابتي شوےدےچې څه نښه نښانه يې پاتې نه شي.

جنرل محمد باقري نن په تهران کښې په يو لړ مراسمو کښې دې ته په اشارې سره چې د دفاعي او مخنيونکي قوت، د فوځي او دفاعي چمتووالي او يووالي له لحاظه د ايران وسله وال ځواکونه په ډېر ښه حالت کښې شتون لري وويل: په ځلونو ثابته شوې ده چې دښمن که په خپل مقصد کښې د کمزورۍ احساس وکړي نو په تير کولو کښې هيڅ شک نه ويني.

جنرل باقري د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي انقلاب د نړۍ په ډېره حساسه سيمه کښې کاميابۍ ته ورسېد زياته کړه، يو قدرت  او ابرقدرت چې وکړې شي په دغه سيمه کښې تسلط پېدا کړي نو هغه قدرت به بيا د نړۍ د قدرت په سر کښې راځي.

د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز همدارنګ له برجام ايټمي موافقې څخه د امريکې  وتلو او د ايران په خلقو د ظالمانه بنديزونو لګولو ته په اشارې سره وويل، ټول نړيوال په  دې خبره اعتراف کوي چې ايران په خپلو ژمنو پابند ؤ او دے خو د دې باوجود امريکنيان له برجامه ووتل او د ايران د ملت په خلاف يې د بائيکاټ او دباو پاليسي غوره کړه.

هغه د دې په بيانولو سره چې د دښمن مقصد او هدف د ايران لپاره پوره معلوم دے واضحه کړه، دښمن غواړي د ايران ملت د امريکې تپل شوې پالېسۍ او سياشتونه ومني.

جنرل باقري دې ته په اشارې سره چې ايران د فعال مقاومت پاليسي غوره کړې ده دا خبره په ګوته کړه چې نن په هېواد کښې او خام فروشي کمه شوې ده او ملت او حکومت کړې شوي دي چې د دښمن ګواښ په ځان باندې د تکيه لپاره په يو فرصت بدل کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه