Oct 26, 2020 16:56 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د امریکا د بایکاټ د ټوکرۍ په خالی کیدا داوبراین اعتراف

په ټرمپ نیوکه کونکیو هغه د ایران په اړه د نتیجه ورکونکی اوجوتې سټراټیجۍ په نه درلودلو ، له تهران سره د بیځایه تاوتریخوالی په زیاتولو له خپلو متحدانو په تیره بیا له ایټمی موافقې له وتلو وروسته د امریکاپه جلاکولو تورن کړی دی

امریکا د ۲۰۱۸ میلادی کال په می میاشت کې له ایټمی موافقې وتلو وروسته د زیات دباو په چوکاټ کې د ایران پرضد پراخ بایکاټونه اجرا کړی او هماغه راز اوس هم کله نه کله نوی بایکاټونه اعلانوی . په عین حال کې اوس د امریکا د لوړ رتبه چارواکو په اعتراف د ایران د بایکاټولو لپاره څه خاص ندی پاتې شوی .

د امریکا د ملی امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د امریکا په ټاکنوکې د ایران او روسیې د لاس وهنې د ادعا او هغه په وړاندې د واشنګټن د مقابلې اقداماتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې جوته کړه  هغه یو مشکل چی ورسره مخامخ یو، دا دې چی تراوسه مو د تهران او ماسکو پرضد ډیر بایکاټونه اعمال کړيدي نو په دې اساس د نویو بایکاټونو د اعمالولو لپاره ډیرکم فرصتونه لرو او ډیر څه ندی پاتې شوی چی ترسره یې کړو . هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چی سپینه ماڼۍ د هغو ټولو احتمالی  دفاعی اقداماتو جاج اخلی چی په دې زمینه کې د ایران ، روسیې او چین پرضد اعمالولې شی .

د تهران پرضد د واشنګټن د بایکاټ د ټوکرۍ په خالی کیدا د امریکا د ملی امنیت د سلاکار اعتراف په حقیقت کې په دغې مسلې اعتراف دې چی د ټرمپ حکومت په وروستیو دوه نیمو کلونو کې  له ایټمی موافقې له وتلو وروسته  هر هغه څه چی په وس کې درلودلی دی ، د ایران پرضد ترسره کړی دی  او اوس نور د ایران ضد دباونو د زیاتولو لپاره  نور اوزاردونه او وسایل نلری . د امریکا ولسمشر ټرمپ ژمنه کړی وه چی له ایټمی موافقې په وتلو او د زیات نه زیات دباو په اچولو سره به ایران  د هغه په ګومان بهترې موافقې ته مجبوره کړی . په داسې حال کی چی له دغې ژمنې دوه نیم کلونه تیریږی ، واشنګټن د دغه هدف په تحقق کې ناکامه شوی او په همدې دلیل ټرمپ په تیره بیا د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې په امریکا کې د بیلا بیلو ډلو لخوا له راز راز نیوکو سره مخامخ شوی دی .

په ټرمپ نیوکه  کونکیو هغه د ایران په اړه د نتیجه ورکونکی اوجوتې سټراټیجۍ په نه درلودلو ، له تهران سره د بیځایه تاوتریخوالی په زیاتولو له خپلو متحدانو په تیره بیا له ایټمی موافقې له وتلو وروسته د امریکاپه جلاکولو تورن کړی دی . هغه د دې خبرې په کولو سره چی ایران له امریکا پرته د ایټمی موافقې په ساتلو پسې دې ، نو ځکه دا چټی خیال دې چی ایران به بالاخره مجبوره شی چی د نوی موافقې لپاره  له امریکا سره خبرې اترې وکړی . په عین حال کې په تیرو ۴۰ کلونوکې د امریکا او ایران د مقابلې مخینې ته په کتنې سره  وینو چی ایران هیڅکله د امریکا د بایکاټ د دباونو په وړاندې ندې تسلیم شوې . په عین حال کې د امریکا د بایکاټ په وروستی پړاو کې  په تیره بیا د ۱۸ ایرانی بانکونو او مالی موسسو بایکاټ چی د امریکا دمالیې وزارت لخوا د اکتوبر په اتمه اعلان شو، د ایران لپاره د انسان دوستانه او اساسی شیانو تامین له تیر وخته سخت کړی دی ، د بشریت پرضد د جنایت عینی بیلګه ده .

 د ایران پرضد د امریکا له پراخو اوډول ډول اقداماتو سره سره حقیقت دا دې چی تهران د زیات نه زیات مقاومت د سټراټیجۍپه چوکاټ او د واشنګټن د اسنانی ضد بایکاټونو د اغیز د شنډولو لپاره د ډ,ل ډول لارو چارو غوره کولو عملا امریکا  زیات نه زیاته منزوی کړی ده  او اوس نه یوازې سیال هیوادونه بلکې حتی د واشنګټن اروپایی شریکان همک د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په بې اغیزوالی او غیر قانونی والی ټینګار لری . د دې په ترڅ کې چی د ټرمپ حکومت هرڅه چی وو ، بایکاټ کړی یې دي او نور د نویو بایکاټونو لپاره څه پاتې ندي .

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه