Oct 27, 2020 05:35 Asia/Kabul
  • د ایران ولس او حکومت د امریکې بندیزونو ته د ماتې ورکولو لپاره یوموټې دی

په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په یو ټویټ کښې د تهران خلاف د واشنګټن د تازه بندیزونو په غبرګون کښې ولیکل: د ایران ولس او حکومت د امریکې د بندیز او د زیات نه زیات دباؤ سیاست ته د ماتې ورکولو لپاره متحد او یوموټې دی.

ښاغلي حمید بعیدي نژاد زیاته کړه چې د امریکې حکومت د بندیز یو قانون سل وارې اجرا کوي او هره ورځ د یو ایراني سفیر، وزیر یا شرکت نوم په خپل لسټ کښې ورزیاتوي خو دا اقدامات د هغوي هیڅ ستونزه نه هواروي.

هم داشان د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه هم په یو ټویټ کښې د تهران خلاف د واشنګټن د نویو بندیزونو په غبرګون کښې، په دې خبرې سره چې د ایران د تیلو صنعت به خراب نه شي، ولیکل: په نړۍ کښې د یواړخیزپالنې دوران تیر شوی دی.

ټیګونه

کمنټونه