Nov 16, 2020 14:00 Asia/Kabul
  • آل سعود رژيم دې یوازې داسلامی نړۍاو سیمې په ظرفیّتونوتکیه وکړي

د ایران د خارجه وزارت ویندوي دډې خبرې په کولو سره چې تهران د آل سعود واکوالانو درستې تیروتنې ، نقشې او دسیسې ښې پيژني ، زیاته کړې ده ، ایران او عربستان سره ګاونډیان هم دي او له دې پرته بله چاره نه لري ،څو د سیمې د لوړتیا او پراختیا لپاره سره یوه بل ته لاسونه ورکړي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د  خارجه وزارت ویندوي  سعید خطیب زاده  د عربستان د پاچا ملک سلمان د کرغیړنو څرګندونو په غبرګون کې  وئيلي دي ، آل سعود رژيم  دې یوازې د سیمې او اسلامی نړۍ  په ظرفیتونو پورې زړه وتړي  او  د ایران د دوستۍ لاس ، هماغه راز  د  درستو اسلامی هیوادونو په لور  اوږد دی .

 دعربستان پاچا ملک سلمان په همداووروستیو کې د دغه هیواد دپارلیماني شورا د  اتم پړاؤ د کار  د پيل په دستورو کې یو وار بیا  د  ایران په ضد تورونه لګولي دي  او  د تهران  له ځينو اقداماتو سره ئې د نړیوالې ټولنې  دمقابلې  غوښتنه کړې ده .

 سعید خطیب زاده  نن په ویډیوئي  خبري کنفرانس کې د ایران پریس خبری آژانس د خبریال  د پوښتنې په ځواب کې  ددې خبرې په کولو سره چې د سعودي واکوالانو تکراري   او ستړې کونکي  څرګندونې  کوم غیر طبیعي  خبره  نه ده یادونه  کړې ده ،  آل سعود رژيم د وسلو داخستو  لپاره په سربدالۍ  او د خپلو خلکو د ځپنې او د نړیوالو او سیمه ایزو  معادلاتو څخه   په نه خبریدا سره،د سیمې مدیریّت  نشي کولی .

خطیب زاده  په دې خبرې په ټينګار سره  د یمن د خلکو په وژلو سره  سولې ته نشي رسیدلی ، روښانه کړې ده ،  له تکفیری  ترهه ګرو ډلو سره اتحاد نشي جوړیدلی  او د  اسلامی نړۍ په سرچینو سره د  فلسطین له آئيډیال سره خیانت  نشي کیدلی .

 د ایران د خارجه وزارت ویندوي دډې خبرې په کولو سره چې  تهران د آل سعود واکوالانو درستې تیروتنې ، نقشې او دسیسې  ښې پيژني ، زیاته کړې ده ، ایران او عربستان    سره ګاونډیان هم دي او  له دې پرته  بله چاره نه لري ،څو د سیمې د  لوړتیا او پراختیا لپاره   سره  یوه بل ته لاسونه ورکړي .

 

ټیګونه