Nov 22, 2020 15:30 Asia/Kabul
  • د سوریې د کړکیچ له سیاسي بهیر په ملاتړ کښې د ایران له هڅو د ملګروملتونو د استازي قدرونه :-

په داسې شرایطو کښې چې سیمه او نړۍ له کورونا ویروس سره زیاته ښکیله ده په سیمه کښې د امنیت او د ثبات د ټینګولو لپاره د ایران ډیپلوماسۍ هماغه راز دوام ولري .

په همدې لړ کښې په ځانګړیو سیاسي چارو کښې د ایران د خارجه وزیر لوړرتبه مرستیال علي اصغر خاجي او د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن (Geir Pederson) په تیرې شنبې ورځ په تهران کښې د سوریې د وروستیو بدلونونو او د دغه هیواد د اساسي قانون د کمیټۍ د غونډو د ترسره کیدا د دوام په هکله خبرې وکړې .

ګیر پیډرسن  چې له روسیې څخه د سلامشورو لپاره ایران ته راغلی دی د سوریې د کړکیچ د  سیاسي بهیر په ملاتړ کښې د تهران د هڅو په قدرونې سره د اساسي قانون د کمیټۍ د راتلونکو غونډو د ترسره کولو د وخت او د اجنډا په هکله د سوریې د اساسي قانون د کمیټۍ له غړیو سره لاس ته راغلي غږملتیاوې د ایران چارواکو ته بیان کړې .

د ایران چارواکو  او د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي ګیر پیډرسن دغه راز د ادلب(Idlib) ولایت د وروستي حالت په هکله د نظر تبادله وکړه او  هیله یې څرګنده کړه د موجودو موافقو په اجرا سره  په ادلب ولایت کښې ارامښت ټینګ شي .

دغه سلامشورې په داسې حال کښې دوام لري چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  سیمې ته په سفر کولو سره د تفرقې د اچولو او د کړکیچ د رامینځته کولو هڅه کوي .

تیرو وختونو ته کتنه د دې ښودنه کوي امریکا سبب شوه چې سوریه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په یوه (۱) خطرناک مرکز بدله شي .

له دغه خطرناک حالت سره په مخامخ کیدا کښې د استانه (Astana) د خبرو د بهیر په چوکاټ کښې د ایران د روسیې او د ترکیې سیاسي انسجام(کوټلتیا) او د عمل نوښت د سوریې د ویشلو لپاره د امریکا سیاست له ماتي  سره مخامخ کړ .

د سیاسي مسائیلو کارپیژاند وفیق ابراهیم د دغه موضوع د اهمیت په جاجونه کښې وايي امریکا په سوریې کښې د حکومت د بدلولو لپاره له لسو (۱۰) کلونو نیغ په نیغه پوځي او ټروریسټي جنګونو وروسته متوجه شوه چې د دوې پروژې کاري ګوزار خوړلی چې دغه پروژه یې فلج کړي ده .

د « استانه »د خبرو په بهیر  کښې ترټولو مهمه بریا د سوریې د کړکیچ د حل ځايي کول دي .

د دغه بریا اهمیت ته له دوو (۲) اړخونو پام کولای شو .

لومړنی اړخ د  ګډو سیاسي او امنیتي اقداماتو پراساس د منطقه پالنې(منطقه ګرايي ) ساتل دي .

د دغه سیاسي بریا د اهمیت دوهم (۲)  اړخ د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتلو تمرکز او ټینګار دی .

دغه موضوعګانې د سوریې د مسلې په حل کولو کښې ځانګړی اهمیت لري .

د سوریې بدلونونه اوس د جنګ له پړاو څخه د کړکیچ د حل سیاسي مرحلې ته ورننوتلي دي او په هغه لاره کښې روان دي چې د سوریې د اساسي قانون په چوکاټ کښې د ثبات د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي .

په دې زمینه کښې بله مهمه موضوع د سوریې د کډوالو مشکلاتو او مسائیلو ته پام کول دي چې په دغو سختو شرایطو کښې باید ورڅخه غافل نشو .

د  ایران د خارجه وزیر لورتبه مرستیال علي اصغر خاجي په همدې ټکي باندې ټینګار سره په دمشق کښې د سوریې د پناه غواړو او د کډوالو  په نړیوال کانفرنس کښې د ځینو عربو  هیوادونو په تیره بیا د لویدیځو هیوادونو په ګډون نه کولو نیوکه وکړه او ویې ویل لویدیځ هیوادونه چې د انسان دوستانه مسائیلو د ملاتړ ادعا کوي هڅه کوي چې د سوریې د پناه غواړو او د کډوالو د نړیوال کانفرنس د ترسره کیدا خنډ شي .

په دې خبره کښې شک نشته چې په سوریې کښې د امنیت ټینګیدل او هلته د ارامښت او ثبات رامینځته کیدل د ټولې سیمې لپاره د اهمیت وړ موضوع ده .

په همدې دلیل دغه سلامشورې داسی فرصت دی چې په سیمه ییزې غږملتیا او سیاسي مشورو سره په سوریې او دغه راز په سیمه کښې د پایدارې سولې د تحقق لپاره د ضروري شرایطو له رامینځته کیدا سره مرسته کولای شي .

 

ټیګونه