Nov 24, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې امنیت او ارامښت غواړي

په باکو کښې د ایران سفیر وویل چې هیواد یې په سیمه کښې د امنیت او ارامښت غوښتونکې دی

فارس خبري آژانس پرون لیکلي چې سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت او آذربایجان جمهوریت په مختلفو وجوهاتو او د تاریخي او کلتوري اشتراکاتو او ګاونډیتوب په برکت تاودې او صمیمي اړیکې لري، وویل: ایران غواړي چې ګاونډیان یې او د سیمې ټول هیوادونه په صلحې، ثبات، ارامښت او هوساینې کښې ووسي.

په باکو کښې د ایران سفیر د قره باغ شخړې او په کښې د ګاونډي هیوادونو رول ته په اشارې سره وویل: آذربایجان جمهوریت او آرمینیا د روسیې په مرستې او هغې طرحې سره چې اسلامي ایران مخکښې وړاندې کړې وه، یوې ښې هوکړې ته ورسیدل او ایران هم د دغه بهیر هرکلې کوي.

ښاغلي موسوي په دې خبرې سره چې ایران د هر ډول نیواکګرۍ او بیلتون غوښتنې مخالف دی، وویل: مونږ د هر ډول ظلم خلاف یو او دا خبره مو د قره باغ په وروستۍ شخړې کښې هم کړې ده.

 

ټیګونه