Nov 26, 2020 04:06 Asia/Kabul
  • ایران له عربو هیوادونو سره وروګلویزې اړیکې غواړي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په ټیلي فوني تماس کښې د دواړو هیوادونو اړیکې دوستانه او مخ په ودې وبللې او ټینګار یې وکړ د ایران د اسلامي جموریت اراده د فارس خلیج له عربو هیوادونو سره وروګلویزې اړیکې ، تفاهم او خبرې اترې دي .

هغه وویل د ایران او د قطر ترمینځ د موافقو اجرا به د دواړو هیوادونو  او د سیمې د ملتونو په ګټه وي .

د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې ټینګار سره چې د صهیونیسټ رژیم ته ځای ورکول به په سیمه کښې د ناامنۍ او د بې ثباتۍ سبب شي وویل د حیرانتیا خبره ده چې زمونږ ځینې عرب ګاونډیان خپل امنیت له جنایتکار صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د ټینګولو په سیوري کښې ګڼي په داسې حال کښې چې اسرائیل د ټولو اسلامي او د سیمې د هیوادونو دښمن دی .

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په سیمه کښې د ځینو هیوادونو غیر مسولانه کړچارونو ته په اشارې سره هیله وکړه چې د سیمې د اوبو د امنیت په شمول په ټولو حوزو کښې د فارس خلیج د عربو هیوادونو او د ایران ترمینځ ملګرتیا له مخکې څخه زیات شي  .

د قطر امیر دغه راز د ایران ولسمشر ته بلنه ورکړه چې قطر ته سفر وکړي او د ایران ولسمشر دغه بلنه ومنله او ویې ویل په مناسب فرصت کښې به دوحې ته سفر وکړي .

 

ټیګونه