Nov 26, 2020 05:14 Asia/Kabul
  • ایران نیت لري پاکستان ته نوره بریښنا هم ورکړي

ایرنا خبري اژانس وايي په اسلام اباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د پاکستان او د ایران د اړیکو د هراړخیزه پراختیا په ضرورت باندې ټینګار سره پاکستان ته د ایران د بریښنا(Electricity) د صادراتو د زیاتولو لپاره د تهران د چمتوالي خبر ورکړ .

په اسلام اباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر محمد علي حسیني د پاکستان له ایکسپریس خبري ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د انرژۍ د پروژو د حالت په هکله د یوې (۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل د ګازو د نل لیکې پروزه په دوه زره نهم(۲۰۰۹) میلادي کال کښې د ایران او د پاکستان ترمینځ لاسلیک شوه چې د تجارتي اړیکو زیاتیدا ته د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ ښودنه کوي .

په پاکستان کښې د ایران سفیر محمد علي حسینی په دې خبرې سره چې ایران حاضردمه پاکستان ته څه د پاسه سل (۱۰۰) میګاواټه بریښنا ورکوي زیاته کړه ایران اراده لري د پاکستان د بریښنا  په کمښت باندې د غلبې لپاره اسلام اباد ته پینځه سوه (۵۰۰) میګاواټه بریښنا ورکړي .

په پاکستان کښې د ایران سفیر دغه راز په افغانستان کښې د سولې له ټینګیدا سره د مرستې لپاره د تهران د رول په هکله وویل د ایران اسلامي جمهوریت او  پاکستان په افغانستان کښې د جنګ او د بې ثباتۍ په دلیل داسې هیوادونه دي چې له دغه چارې زیات اغیزمن کیږي او په همدې دلیل ایران تل په افغانستان کښې د سولې ارزو لري .

 

ټیګونه