Nov 28, 2020 15:35 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي ساینس پوه ناځوانمردانه ټرور او د نړیوالو ارګارنونو مسولیت :-

د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو او جنایتکاره اقداماتو په دوام کښې پرون د ایران بل نامتو اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده د تهران ولایت په «ابسرد »ښار کښې په ترهګرې حملې کښې شهید کړی شو .

دغه ترهګر برید د ملګروملتونو په شمول د بیلابیلو ادارو لخوا مختلف غبرګونونه لرلي  دي .

د ملګروملتونو ځانګري راپورټرې میرمن اګنس کالامارډ بیګا په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د پیغام په خپرولوسره د شهید محسن فخري زاده ټرور ته غبرګون وښود .

هغې ولیکل له پوځي جګرو بهر له سرحد ورهاخوا یوه(۱) هدفمنه وژله او د ژوند له حق څخه د یوه (۱) انسان په قصدي ډول بې برخې کول د ملګروملتونو د منشور او د بشري حقوقو د نړیوالو قواننیو چې د سولې په وخت کښې په خارج کښې له  قهریه قوې استفاده منع کوي خلاف ورزۍ  ګڼل کیږي .

د ملګروملتونو د دغه چارواکي اشاره د صهیونیسټ رژیم غیر قانوني اقدام ته ده چې له دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال راهسې یې  د شهید فخري زاده د ټرور کولو هڅه  کوله .

د اسرائیلو د دغه جنایتکاره اقدام د غیرقانوني توب په هکله د ملګروملتونو د ځانګړي راپورټرې میرمن اګنس کالامارډ په ښکاره دریځ نیونې سره اوس هیڅ شک نشته چې صهیونیسټ رژیم د نړیوالو قوانینو اصلي خلاف ورزي کونکی دی او د خپلو  تیریګرو سیاستونو لپاره دغو قواننیو او اصولو ته هیڅ پام نه کوي .

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د تیر میلادي کال په اپریل میاشت کښې په صراحت سره د شهید فخري نوم اخیستی و او ادعا یې کړي وه چې هغه د ایران یو(۱) اټومي ساینس پوه دی .

نتانیاهو وویل «محسن فخري زاده» دغه نوم باید یاد وساتئ .

د ایران د علمي او د تحقیقاتي بریالیتوبونو د مخنیوي لپاره له ترهګرۍ په کار اخیستلو کښې د صهیونیسټ رژیم مخینې ته په پام سره د نتانیاهو دغه څرګندونې یوه(۱) ترټولو روښانه اشاره وه چې د ایران د یوې (۱) بلې علمي څیرې پرضد یې د  دغه رژیم د یوه (۱) بل سپیره هدف خبر ورکاوه .

د شهید فخري زاده یو(۱) وروستی خدمت د کوروناویروس د تشخیص د لومړيو ځايي کیټونو په تولیدولو کښې د هغه مهم رول و .

مهمه مسله دا ده چې ملګري ملتونه او امنیت شورا د نړیوال امنیت او د سولې د ساتونکو په توګه په دې زمینه کښې کومه دنده لري .؟

دې ته په پام سره چې صهیونیسټ رژیم په تیرو کلونو  کښې د حکومتي ترهګرۍ په لړ کښې د ایران اټومي ساینس پوهان ټرور کړي دي او پینځه (۵) اټومي ساینس پوهان یې شهیدان کړي دي خو د نړیوالو ارګانونو لخوا د دغه جنایتکاره بهیر د دوام د مخه د نیولو لپاره هیڅ اغیزشیندونکی اقدام ترسره نشو .

همدغه انفعالي دریځ سبب شو چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې په جنایتکار اقدام  کښې  د بغداد هوايي ډګر ته نږدې په ترهګرې حملې کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني شهید کړي .

په دې زمینه  کښې هم ملګروملتونو یوازې په ژبني دریځ بسنه وکړه او هیڅ اغیز شیندونکی اقدام یې ترسره نکړ .

همدا اوس د  ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسرائیلو د جنایتکار اقدام د غندلو او د ښکاره دریځ  د غوره کولو پرځای یوازې د ټولو لورو لخوا د زغم د ښودلو او د تاوتریخوالو د مخه د نیولو غوښتنه کړي ده .

پوښتنه دا ده چې ایا ایران د اسرائیلو ساینس پوهان وژلي دي یا دا چې دا صهیونیسټي رژیم دی چې د نړیوالو ارګانونو د بې تفاوتۍ او چپتیا په سیوري کښې هماغه راز د ایران د اټومي ساینس پوهانو پرضد خپلو جنایتکاره او ترهګرو اقداماتو ته دوام ورکوي .

داسې ښکاري له بده مرغه  په لویدیځ او په ملګروملتونو کښې له ترهګرۍ سره د چلند په زمینه کښې هماغه راز دوه ګوڼه کړچارونه شته .

د امریکا د کیلي فورنیا پوهنتون استاد ډاکټر« اسعد ابوخلیل »د ایران د اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور ته په غبرګون کښې وویل تاسو داسې فکر وکړئ که چیرې ایران یا بل کوم هیواد چې له امریکا سره غږمله نه دی د اسرائیلو اټومي ساینس پوهان  وژلی نو د  لویدیځو  حکومتونو ، رسنیو ، د بشري حقوقو تاجرانو او یا د هغوې د فکر د کوټو غوسه به په کوم ډول وه ؟

په ملګروملتونو کښې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي د ملګروملتونو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په لیکونو کښې د شهید محسن فخري زاده د ټرور د غندلو غوښتنه وکړه او ویې ویل په دغه ټرور کښې د اسرائیلو د لاس لرلو په هکله جدي نښې نښانې شته .

هغه  د ایران پرضد د ماجرا غوښتونکو اقداماتو په ترسره کولو کښې د صهیونیسټ رژیم او د امریکا د لاس لرلو په هکله دغو دوو (۲) رژیمونو ته په خبردارې ورکولو سره د خپل امنیت په تامینولو او د ایران د خلکو په دفاع کولو کښې د ټولو ضروري اقداماتو د ترسره کولو لپاره د ایران په حق ټینګار کړی دی .

همدا اوس د ایران  اسلامي جمهوریت د صهیونیسټ رژيم دغه نوي جنایت ته د ملګروملتونو او د امنیت شورا د پریکنده او د سمدستي غبرګون غوښتونکی دی کوم چې د امریکا په اجازې سره ترسره شوی دی .

په دې زمینه کښې کمزوري دریځونه او یا بې تفاوتۍ به د امریکا او د صهیونیست رژيم د نور سپین سترګي کیدا سبب شي .

 

ټیګونه