د ایران په تکړه ایټمي او دفاعي پوه د ترهه ګرې حملې عاملانو او حکم ورکوونکو ته د سختې سزا په ورکولو د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار
د جمعې د ورځې د نومبر د اوه ویشتمې په مازیګر ترهه ګر اقدام چې د ایران د ایټمي او دفاعي پوه د شهادت سبب شو یو ځل بیا وښودله چې د ایران دښمنانو امنیت او د علم او پوهې بنیادونو ته چې د ایران د ولس د قدرت ستنې دي ګوزار ورکول د خپلو جنایتکارانه اهدافو په سر کې راوستې دي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه ای نن شنبه په یو پېغام کې د ایران د تکړه ایټمي او دفاعي پوه محسن فخري زاده په شهادت او فقدان د مبارکۍ او تسلیت په ویلو سره، د دغه جنایت د کوونکو او حکم ورکوونکو په قطعي سزا کولو او د دغه شهید د علمي او تخنیکي هڅو د دوام په ضرورت ټينګار وکړ.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: دغه مخور ایټمي او دفاعي پوه چې د جنایتکارو او سخت زړو جنایتکارو د تالي څټو په وسیله شهید کړی شو، خپل ګران او قیمتي ژوند د خپلو لویو علمي هڅو په خاطر د خدای په لاره کې قربان کړ او د شهادت لوړ مقام د هغه الهي انعام دی.
د ایران دښمنانو په وروستیو کلونو کې له مختلفو انتخابونو په استفادې او په بېلابېلو پلانونو او سیاسي اقتصادي دفاعي استراتژیو، همداراز د ناامنیو په جوړولو او د ایران د سوله ایزو ایټمي او علمي پروژو په فعالیتونو، منجمله په نطنز کې چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال اژانس تر پوره څارنې لاندې دي، د ناامنۍ او ورانکارۍ په کولو سره پراخې هڅې وکړې چې په خپل ګمان ایران تسلیم ته مجبوره کړي. خو د ایران ولس په ټولو ډګرونو کې وښودله چې د واقعي اقتدار او ترقۍ لایق دی.
د ایران د لوی ایټمي او دفاعي پوه شهید فخري زاده ترور د دې حقیقت بیانوونکی دی چې د اسلامي ایران دښمنان په ډېر تر ډېره اقتصادي فشار سره خپل هدف ته نه دي رسېدلې، له تېر کاله او د جنرال سلیماني له شهیدولو وروسته یې زیات تر زیاته امنیتي فشارونو ته مخه کړې ده.
البته د ترهه ګرو دولتونو او سازمانونو له خوا د ترور په شان بحرانونه کومه نوې خبره نه ده. شهیدان «مجید شهریاری» ، «مصطفی احمدی روشن» ، «مسعود علیمحمدی» او «داریوش رضایینژاد» هم د ایران ایټمي پوهان وو چې د ترهه ګرو عواملو له خوا شهیدان کړی شول. دغه ترورونه او له ایټمي پوهې د ایران د بې برخې کولو لپاره هڅې او د شلوونکو اقتصادي بندیزونو زیات نه زیات فشار د دې ښودنه کوي چې دښمنان په هر ځای او هر وخت کې د ایران په کمزورې کولو پسې وو او هماغه راز دغه هدف تعقیبوي. حقیقت دا دی چې هغوي ایران ته د تاوان رسولو لپاره په هیڅ اقدام سرپه نه کول. ځینې شواهد ښیي چې د امریکا چارواکي چې د مذاکراتو میز ته د ایران د راکښوولو ارمان نه پوره کېدونکی ویني، په دې وخت کې د نویو جنجالونو د جوړولو لپاره پلانونه کوي په همدې لړ کې په ملګرو ملتو کې د ایران استازي مجید روانچي امنیت شورا ته په استولي لیک کې،د ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په پاتې موده کې د صهیونسټ رژیم او امریکا د بې پروا اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ.
دغه شان ترهه ګر خوځښتونه چې په حقیقت کې په دفاعي ډګرونو کې د ایران له دفاعي طاقته د دښمنانو د وېرې ښودونکي دي، د ایران د علمي او دفاعي طاقت او پرمختګ مخه نه شي نیولې. شهید فخري زاده چې په خپل برکتناک عمر کې یې ډېر خدمتونه کړې وو، وکړی شول د هېواد دفاعي توان تر قابل قبول حالته ورسوي. لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب د مشر په پېغام کې هم ټینګار شوی دی کومه لاره چې د شهید فخري زاده په شان کسانو پېل کړې ده هیڅکله به ونه دریږي او دغه ترهه ګر جنایتونه به هیڅکله بې ځوابه پاتې نه شي.