Dec 03, 2020 05:56 Asia/Kabul
  • د بندیزونو د ختمولو لپاره د سټراټیجک اقدام قانون حکومت ته ابلاغ شو

د ایران د اسلامی شورا مشر د بندیزونو د لغوه کولو لپاره د سټراټیجک اقدام قانون ولسمشر ته ابلاغ کړ.

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د مشرتابه پلاوي غړي احمد امیرآبادي فراهاني وویل چې د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون د اساسي قانون د ساتندویه شورا له تایید وروسته ولسمشر حسن روحاني ته د یو لیک په ورلیږلو سره، د بندیزونو د ختمولو او د ایران د ولس د ګټو د ساتنې لپاره د سټراټیجک اقدام قانون ابلاغ کړ.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر ته د اسلامي شورا د مشر دغه لیک د حکومت له خوا د بندیزونو د ختمولو لپاره د سټراټیجک اقدام د قانون د اجرا کولو په وجه ابلاغ شوی دی.

د ایران اسلامي شورا د مشهورو ایټمي او دفاعي پوهاند شهید محسن فخري زاده له وژلې وروسته وړمه ورځ د ایران د ولس د حقوقو د ساتنې او د بندیزونو د ختمولو لپاره د سټراټیجک اقدام د طرحې کلیات او جزئیات تصویب کړل.

د دغه ۹ ماده ایز قانون له مخې د ایران حکومت دنده لري چې د ایټمي موافقې د غړو هیوادونو د ژمنو د نه پوره کیدو په بڼه کښې د دې قانون له تصویبیدو یوه میاشت وروسته د الحاقي پروټوکول د سند رضاکارانه اجرا بنده کړي. هم داشان د بندیزونو د ختمولو لپاره د سټراټیجک اقدام د اوومې مادې له مخې که چیرې ۴+۱ ډله هیوادونه (فرانسه، روسیه،چین، انګلستان او جرمني) د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د ایټمي، پوځي او د بشري حقوقو په شمول د ټولو بندیزونو د بشپړ ختمولو لپاره اقدام وکړي نو حکومت موظف دی چې د ترسره شویو اقداماتو کره رپورټ پارلیمان ته وړاندې کړي

له بلې خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي پرون د کابینې د غونډې ترڅنګ خبریالانو ته په دې خبرې سره چې پارلیمان (د بندیزونو د ختمولو لپاره د سټراټیجک اقدام د طرحې) په هکله له حکومت او خارجه وزارت سره صلاح مشوره نه ده کړې وویل: دغه طرحه په روانو حالاتو کښې له مالي او فني اجرا له نظره یولړ ستونزې رامینځته کوي.

 

ټیګونه