Dec 04, 2020 15:52 Asia/Kabul
  •  په ایران کې په کروناککړ نور۴۳۷ کسان قرباني شول

په نړۍ کې په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر څه دپاسه پنځه شپيته میلیون زیات شوی چې له دوي یو میلیون پنځه لکه دیارلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه دپاسه پنځه څلویښت میلیون کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .وئیل کیږي په تیرو شواروز کې په امریکا کې د کرونائي قربانیانو شمیر کابو درې زره ښودل شوی چې د ستمبر د یولسمې نیټې د پيښې تر قربانیانو ئې شمیر برابر شوی او دغه راز په تیرو ۲۴ساعتونو کې په دغه هیواد کې دککړو کسانو شمیر هم څه دپاسه دوه لکه تنه ښودل شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د  روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن  په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو وروستیو احصایو په بیانولو سره وئيلي دي ،په تیر شواروز کې په درست ایران کې نور دیارلس زره درې سوه یو څلویښت کسان په کروناویروس ککړ شوي چې له دوي یو زر نهه سوه څلور نوي کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او  دغه راز په تیرو ۲۴ساعتونو کې درې سوه اوه څلويښت ککړکسان قرباني شوي، چې  له دوي سره تر دې دمه په ایران کې  دکرونائي قربانیانو شمیر نهه څلویښت زره اوه سوه تنو ته زیات شوی دی .

Image Caption
Image Caption

 میرمن سیما سادات  دغه راز وئيلي دي تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون شپاړس زره اته سوه څلویښتو تنو ته رسیدلی چې له دوي په درملنې پسې اوه لکه اته زره سل کسان په درملنې پسې ښه  او له روغتونونو  رخصت شوي دي .

ټیګونه