Dec 22, 2020 06:20 Asia/Kabul
  • دریو اروپايي هیوادونو د خپلو برجامي ژمنو خلاف ورزي کړې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ کلونو ترمینځ د ایران او اروپا ترمینځ د تجارت مخینې ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایټمي موافقې دریو اروپايي غړو هیوادونو د خپلو برجامي ژمنو سخته خلاف ورزي کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ کلونو ترمینځ د ایران او اروپا ترمینځ د تجارت مخینې ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایټمي موافقې دریو اروپايي غړو هیوادونو د خپلو برجامي ژمنو سخته خلاف ورزي کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف په خپل ټویټر باندې د یو پیغام په خپرولو سره په برجام کښې د پاتې غړو د خارجه وزیرانو په غونډې کښې پر څو موضوعاتو د ټینګار خبر ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټري پیغام کښې د چین، روسیې، جرمني، فرانسې او بریطانیې له خارجه وزیرانو سره په خپلې غونډې کښې مطرح شوي موارد داسې بیان کړل: ۱، د ایټمي موافقې د ژغورنې لپاره د دریو اروپايي غړو هیوادونو وروستې مهلت، ۲، له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ کاله پورې د ایران او اروپايي اتحادیې د سوداګري راکړو ورکړو ډیټا ثابتوي چې دریو اروپايي هیوادونو خپلې برجامي ژمنې ماتې کړې دي، ۳، درې اروپايي هیوادونه ایرانیانو ته په نه جبیره کیدونکي تاوان رسولو کښې شریک دي.

د ویلو ده چې د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست د مسئول په ګډون د ایران او ۴+۱ ډلې د خارجه وزیرانو د غونډې په بیانیه کښې د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره پر خپلو ژمنو باندې د غړو هیوادونو پر ټینګار سربیره راغلي دي چې د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک لاهم په بشپړه توګه لازم الاجرا دی.

 

ټیګونه