Dec 25, 2020 12:11 Asia/Kabul
  • د امريکې او انډيوالانو يې مقصد د يمن تباهي ده

په يمن کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير په يمن کښې د سعودي تيري ګر ائتلاف د جنايتونو په وړاندې د نړيوالې ټولنې په خاموشۍ باندې په نيوکې سره وويل: امريکه او د هغې انډيوالان د يمن تباه کول غواړي.

د فارس خبري  آژانس د رپوټ له مخې حسن ايرلو بېګا په يو ټوئيټ کښې د يمن حالات غميزناک وبلل او وې ليکل،د تيري او محاصرې د دوه زره سل ورځو په دوران کښې په يمن کښې په ټولې معنې سره يوه غميزه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د هغه څه په وړاندې چې يمن ورور هېواد کښې رامنځته کيږي د انسانيت غږ او نړيوال وجدان چرته دے؟

حسن ايرلو د دې په بيانولو سره چې د يمن په خلاف جنګ د امريکې او په سيمه کښې د هغې د انډيوالانو پروژه ده واضحه کړه، د يمن د خلقو په خلاف د سعودي د جنګ اهداف د انسانانو، حېواناتو، ونوبوټو او حتی کاڼو نابودي ده او دا د امريکې او په سيمه کښې د هغې د انډيوالانو منصوبه ده.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

بر اساس اعلام مرکز حقوق بشری "عین الانسانیه" در تهاجم ائتلاف متجاوز سعودی به یمن تاکنون 17 هزار و 42 یمنی کشته شده اند که از این تعداد  سه هزار و 804 تن کودک و 2 هزار و 389 تن زن بودند. بیش از 26 هزار و 355 یمنی نیز زخمی شده اند.

 

ټیګونه