Jan 14, 2021 14:35 Asia/Kabul
  • د ایران په فوځي مانوره کې د سمندري کروز توغندیو توغول

د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتدار نومي فوځي مانورې په وروستیو پړاونو کې د ایران سمندري ځواکونه د سمندري کروز توغندیو په توغولو سره په اوبو کې خپل اهداف وویشل.

د ایسنا د راپور سره سم، په دې پړاو کې بېلابېل سمندري توغندۍ له جنګي بېړیو له عرشې او همدارنګه د سمندر د غاړي څخه د ایران د فوځ د سمندري ځواکونو له لوري د هند د بحیرې په شمالې سیمو کې وتوغول شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د ۹۹ اقتدار د مانورې ویاند حمزه علی کاویاني د دې په بیانولو چي ایران اوس مهال د کروز توغندیو په ډګر کې زیاته وړتیا تر لاسه کړې وویل: فوځ اوس د مختلفو واټنونو ویشتونکي سمندري کروز توغندۍ په واک کې لري، دغه سازو سامان په سمندري جګړو کې برخلیک ټاکونکې رول لوبولایشي.

هغه زیاته کړه چي دښمنان دي باید پوه شي چي د ایران سمندري حدودوته تېروتنه د سمندر له غاړې او له جنګي بېړیو څخه د توغول شوي کروز توغندیو سره مخامخیږي.

 

 

ټیګونه