د پیامبراعظم(ص)۱۵مانورې لومړنۍمرحله ترسره شوه
د سپاه پاسدارانو د پيامبر اعظم(ص)۱۵ مانورې په لومړنۍ مرحلې کې ، د فرضي دښمن په توغندوي ډال له هر پلوه د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک د ډرونز له حملو او د ټارګټونو له بشپړ تباه کولو وروسته ،د ټاکل شوو موخو په لور هم د ذوالفقار ، زلزال او دزفول کلاسونو کې د نوي ماډل بالسټیک توغندیو حمله هم وشوه او د دښمن په فرضي مرکز باندې سخت ګوزارونه وشول .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک دتوغندوي او بې پیلوټه الوتکو دترکیبي عملیاتو په اجرا سره د پیامبر اعظم (ص)۱۵مانورې لومړنۍ مرحله ،د ایران دمرکزي دښتې په عمومي سیمې کې ترسره شوه .
د سپاه پاسدارانو دپیامبر اعظم ۱۵مانورې لومړنۍمرحله چې نن د یا فاطمةالزهرا سلام ا.. علیها په مقدس رمز سره له مځکې پر مځکه ویشتونکو بالسټیک توغندیو او د یرغلیزو بې پیلوټه الوتکو په وسیله د عملیاتو په اجرا کیدا سره د ایران دمرکزی دښنې په عمومي سیمې کې نندارې ته وړاندې شوه . دمانورې په دغې لومړنۍ مرحلې کې چې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي ، د سپاه دهوافضا ځواک دقوماندان سردار امیرعلی حاجی زاده او دغه راز د سپاه پاسدارانو او پوځي ځواک د لوړروتبه قوماندانانو او مسئولانو په شتون سره په قدرت سره نندارې ته وړاندې شوه ،له مځکې په مځکه ویشتونکي نوو بالسټیک توغندیو او ډرونز څخه په استفادې او دغه راز د ټاکل شوو درستو ټارګټونو په شیشت کې په راوستو او د فرضي دښمن په مرکز په ترکیبي حملو سره اجرا شوه .
ددغه راپور په اساس د سپاه پاسدارانو د پيامبر اعظم(ص)۱۵ مانورې په لومړنۍ مرحلې کې ، د فرضي دښمن په توغندوي ډال له هر پلوه د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک د ډرونز له حملو او د ټارګټونو له بشپړ تباه کولو وروسته ،د ټاکل شوو موخو په لور هم د ذوالفقار ، زلزال او دزفول کلاسونو کې د نوي ماډل بالسټیک توغندیو حمله هم وشوه او د دښمن په فرضي مرکز باندې سخت ګوزارونه وشول .

