Jan 16, 2021 04:50 Asia/Kabul
  •  حضرت فاطمةالزهرا په عبادت،دعا او ذکرکې دخلکوبیلګه ده

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو لیدونکو او آوریدونکو ته تسلیّت وائي

زمونږخبریال راپور راکړ ، د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها د شهادت په مناسبت په دوهمه  شپه هم  د اسلامی انقلاب د  معظم لارښود حضرت  ایت ا.. العظمي سید علی خامنه اي په شتون سره   د حضرت امام خمیني په امامباړې کې ترسره شوې .

  په دغو دستورو کې ویناوال  حجةالاسلام  عالي  دحضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها  په دعاګانو ،ذکر اوعبادت کې د خلکو سرخیله وبلله او وې وئيل د پروردګار فیض او مهرباني پر درستو مخلوقاتو وریږي ، خو د خداوندمتعال  خاص رحمت او فیض هغو کسانو ته مخصوص دی ، چې  دهغه په درګاه کې لازیات خضوع او خشوع سره حاضریږي .

په دغو دستورو کې همداراز  ناصر شهیدي  هم د پيغمبر دګرانې لور د شهادت په ماسبت ویر او  مرثیې ووئيلې

د امام خمیني امامباړې کې دغه دستورې له پنجشنبې ورځې راهسې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره پیل شوي او  ترسبا پورې به دوام ولري .

د تهران ریډیو درست کارکونکي  هم  په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام  درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو لیدونکو او آوریدونکو ته تسلیّت وائي  

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه