د مځکې کُره به د ټرمپ له رژيم پرته لاښه وي
ددغه دروغجن او کرکیجن رژيم په شرمونکو او لالهانده وروستیو شپو ورځو کې د ایران په ضد د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو جنګ غواړي دروغ ، سولې او ثبات ته د بشپړ بې پروائۍ او بې پامۍ ښودنه کوي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په یوه ټولینز پیغام کې په امریکا کې د ډونالډټرمپ د رژيم شرمونکو او ترینګلو وروستیو شپو ورځو ته په اشارې سره ټينګار کړی ، دمځکې مخ به د دوي له شتون پرته لاښه او غوره وي .
دایران خارجه وزیر زیاته کړې،هغه تاوانونه چې د ټرمپ رژيم بشریّت ته رسولي دي ، ددغه رژیم د افراط پالو له نظره کافي نه دي .
جواد ظریف دغه راز روښانه کړې ده ،د امریکا د ترهه ګرو په تور لیسټ کې دیمن د انصار ا..غورځنګ نامه زیاتول ،د انسان دوستۍ د خپسکې د لابدتر یدا لامل کیږي ،او ددغه دروغجن او کرکیجن رژيم په شرمونکو او لالهانده وروستیو شپو ورځو کې د ایران په ضد د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئوجنګ غواړي دروغ ،سولې او ثبات ته د بشپړ بې پروائۍ او بې پامۍ ښودنه کوي .