Jan 16, 2021 05:35 Asia/Kabul
  • په سپاه پاسدارانو کې نوی قدرت رامینځةشوی دی

ددغې مانورې لومړنۍ مرحله د دښمن په دفاعي ارکانو او دقوت په ټکو او ځایونو دیرغلونو ورته عملیات بللی شو ، او په دغې مرحلې کې له نوو توغندیو او یرغلیزوبې پيلوټه الوتکو بریالی استفاده شوې ده .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دهوافضاځواک قوماندان سردارتورن جنرال امیرعلی حاجي زاده د پیامبراعظم(ص)۱۵نومې مانورې د لومړۍ مرحلې په څنډې کې وئيلي دي ،  ددغې مانورې  لومړنۍ مرحله  د دښمن په دفاعي ارکانو او دقوت په  ټکو او ځایونو دیرغلونو  ورته عملیات بللی شو ، او په دغې مرحلې کې  له نوو توغندیو او  یرغلیزوبې پيلوټه الوتکو بریالی استفاده شوې ده .

سردار حاجي زاده  وئيلي دي ،ددغې مانورې په لومړنۍ مرحلې کې په پيل کې په ډرونز الوتکو سره  او  دفرضي دښمن په دفاعي مرکزونو او اډو حمله شوي اوڅو شیبې وروسته توغول شوو نووبالسټیک توغندیو  د دښمن  مختلف مرکزونه او اډې تباه کړې . هغه دغه راز  په پیامبر اعظم ۱۵نومې مانورې کې کارول شوي تکتیکونه  د تیرو کلونو د مانورو  او عملیاتو او تجروبو  نتیجه بللې او روښانه ئې کړې ده ،د نوو بالسټیک توغندیو او ډرونز په کارولو سره ،  نوي توانمنۍ رامینځةشوي دي  او  په دغو عملیاتو سره  د ایران دپوځي ځواک او پرسنلو  دفاعي هوډ نوره هم زیات شوی  دی .

 

ټیګونه