Jan 16, 2021 15:02 Asia/Kabul
  •  د ايران وسله وال ځواکونه د پوره تيارۍ په حال کښې دي

د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز وويل: د پېغمبراعظم (ص) ۱۵ نومې مشقونو کښې د ايران د دفاعي قوت ننداره په ټولو زمکنيو، هوائي، سمندري، هوائي رېډاري او توغنده اي اړخونو کښې د ايران د وسله والو ځواکونو د غېرمعمولي تيارۍ ښودونکې ده.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې جنرل محمد باقري نن د پېغمبراعظم (ص) ۱۵ نومې مشقونو د وروستۍ مرحلې ترڅنګه چې د ايران د مرکزي کويرعمومي سيمه کښې اوشول، وويل، د وروستۍ ورځ مشقونه او تر پينځو راتلونکو ورځو پورې چې په کوټلې توګه او تقريباً يو وخت کښې ترسره کيږي په ټولو زمکنيو، هوائي، سمندري، هوائي رېډاري او توغنده اي اړخونو کښې د ايران د وسله والو ځواکونو د غېرمعمولي تيارۍ ښودونکي دي.

جنرل باقري په مختلفو کلاسونو کښې د توغنديو د ويشتو او ترکيبي عملياتو اجرا ته په اشارې سره وويل: دايران د اسلامي جمهوريت تر لنډې، مېنځنۍ او لرې  فاصلې ويشتونکو توغنديو قوت  له اسلامي وطن،ملي ګټو او د ايران د اسلامي جمهوريت اهدافو څخه دفاع ته تيار دے.

هغه زياته کړه، که څه هم د هيڅ ډول يرغل کولو اراده نه لروو خو که هر يو دښمن زمونږ د هېواد په اړه ناوړه نيت ولرۀ، نو په ټولو قوت سره او په ډېر  لږ وخت کښې به له يرغل سره مخامخ شي.

 

ټیګونه