Jan 16, 2021 15:49 Asia/Kabul
  • د تهران – کابل د تعلقاتو پياوړتيا د سيمې په ګټه ده

په افغانستان کښې د ايران سفير وويل: ايران د صلحې د خبرو اترو ملاتړ کوي او په ټولو برخو کښې د کابل او تهران د تعلقاتو پياوړتيا د سيمې د هېوادونو په ګټه بولي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې په کابل کښې د ايران سفير بهادر امينيان د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير له سياسي مرستيال ميرويس ناب سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د ايران د اسلامي جمهوريت سفير په دغه کتنه کښې په دوحه کښې د صلحې خبرو اترو ته په اشارې سره وويل، ايران د تېر وخت په شان د افغانستان د اساسي قانون په محوريت او وروستيو شلو کلونو د لاسته راوړنو په ساتنې سره د دغه هېواد د صلحې له خبرو اترو ملاتړ کوي او د دوه اړخيز او درې اړخيزه ټرانزېټي ملګرتيا په شمول په ټولو برخو کښې د کابل او تهران د تعلقاتو پراختيا د سيمې د هېوادونو او خلقو په ګټه ګڼي.

د افغانستان د خارجه وزير مرستيال ميرويس ناب هم په دغه کتنه کښې د سياسي، اقتصادي او تجارتي تعلقاتو د پراختيا او د افغانستان، ايران او سيمې د هېوادونود تاجرانو لپاره د اسانتياو د رامنځته کېدو لپاره د دوو اړخيزو او درې اړخيزو ټرانزيتي ملګرتياو د پراختيا په اهميت تاکيد وکړ.

 

 

ټیګونه