Jan 17, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • خطیب زاده: د جنوبي کوریا د کښتۍ قضیه تر څیړنې لاندې ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی وویل: "د جنوبي کوریا کښتۍ قضیه چې د فارس خلیج په اوبو کې د چاپیریال د ککړتیا له امله توقیف شوې وه، د قضایي چارواکي د حکم له مخې تر څیړنې لاندې ده."

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی خطیب زاده د جنوبي کوریا کښتۍ قضیه په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د فارس خلیج په اوبو کې د چاپیریال د ککړتیا له امله، د قضایي چارواکي د حکم پر اساس توقیف شوې وه، زیاته کړه: د ایران د قضائیه قوې دریځونه او پریکړې یوازې د قضایه قوې د ویاند لخوا اعلان کېږي، او پدې برخه کې د غیر مسؤلو اشخاصو څرګندونې هیڅ اعتبار نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: "د کوریا د کښتۍ په اړه هره پریکړه به د محترم قضايي چارواکي له نظره وړاندې کېږي."

 

ټیګونه