Jan 18, 2021 17:45 Asia/Kabul
  • د تهران-مسکو استراتیجیکي اړیکې پیاوړي شوی

په روسیه کې د لیبرال ډیموکراټیک ګونډ د نړیوالو چارو مشر ټینګار کړی چي د ایران او روسیې تر مینځ استراتیجیکي اړېکې ورځ تر بلي په پیاوړې کېدو دي.

په روسیه کې د لیبرال ډیموکراټیک ګونډ د نړیوالو چارو مشر ګنادی اودییف وویل: د ایران او د روسیې استراتیجیکي اړیکې د هیڅ یو لامل د منفي اثراتو څخه نه اغېزمن کیږي او دغه اړیکې په مختلفو ډګرونو کې مخ په پراخېدو دي.

اودییف زیاته کړه: د ایران او د روسیې مشران جغرافیایي موقعیت ته په کتو سره هڅه کړې چي داسي اړیکي جوړي کړي چي په سیاسي، اقتصادي، کلتوریز او نړیوالو چارو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکارۍ زمینه برابره کړي.

هغه د اذربایجان او ارمنستان تر مینځ د قرباغ د شخړو په حل کې روسیې سره د ایران همکارۍ اغېزمنې وبللې.

دغه روس چارواکی همدارنکه په لوېدیځه اسیا کې د امریکا پر سیاستونو په نیوکې کولو سره وویل چي واشنګټن لا د خپلو تېروتنو سبق نه دی اخیستی او لا هم لاسوهنکې او سلطه غواړې سیاستونو ته دوام ورکوي.

 

ټیګونه