سپيڅلي دفاع د ایران دقدرت جوړونې سرچینه ده
که درسته نړۍ اراده وکړي ،او د ایران ملت دهغو په وړاندې ودریږي ، او په اسلام تکیه وکړي ، نو هیڅکله د دښمنانو په وړاندې ماته نه خوري .
ایران پریس خبري آژانس راپور ورکړی ، د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي نن په تهران کې د سپيڅلي دفاع دارزښتونو او آثارو د ساتنې د بنیادد مدیرانو په عمومي ناستې کې ددې خبرې په کولو سره دحضرت امام خمیني او شهید قاسم سلیماني په څير ځيني شخصیتونه او پيښې د قدرت سرچینه دي ،روښانه کړې ده،سپیڅلي دفاع دقدرت رامینځةکونکي او دهویّت او حیات لرونکي سرچینه ده .
سردار سلامي وئيلي دي،هماغه ډول چې د رهبرۍ ستر مقام فرمائيلي دي ؛ سپیڅلي دفاع د ایران دملي هویّت یوه برخه،یوه نه ختمیدونکي پانګه او بیلګه دهاو ورپسې نوي نسلونو ته د سپيڅلي دفاع دتجروبو په منتقلولو سره په جامعې کې د مقاومت فرهنتګ پیاوړی کیږي .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې د خپلواکۍ لپاره جنګ د نابرابرۍ په اوج کې رامینځةکیږي،وئيلي دي،که سپيڅلي دفاع نه وائ ، نو په ورپسې سترو جنګونو کې چې لاستر اړخونه ئې درلودل ، له مشکل سره لاس او ګریوان کیدو . سردار سلامي ټينګار کړی،که درسته نړۍ اراده وکړي ،او د ایران ملت دهغو په وړاندې ودریږي ، او په اسلام تکیه وکړي ، نو هیڅکله د دښمنانو په وړاندې ماته نه خوري .