Jan 19, 2021 12:38 Asia/Kabul
  • د ایران د  پوځ ۹۹اقتدار مانوره  په  قدرت سره روانه ده

له دې مخکې د ایران د پوځ دسمندري ځواک د ۹۹سمندري اقتدار مانوره هم د تیرې اونۍ په چارشنبې ورځې د هند سمندر په شمال او مکران سواحلو کې ترسره شوي ده .

 ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځواک د ۹۹ اقتدار نومې  مانوره د هوائي ځواک،ځانګړي ځواک،چټک ځواک او د هوافضا ځواک  د کنډکونو په ګډون سره  د مکران په سواحلو کې پيل شوې ده .

 دغه مانوره  له ګواښونو سره په مقابلې کې او د ټاټوبی له ځینو سیمو  د اټکل شوو پلانونو په وړاندې د ماموریت  سیمې ته د یونټونو د ځاي په ځاي کولو  د پلان په اجرا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  د مځکني ځواک د  یونټونو د پوځي چمتووالي  اندازې د ارزونې په موخې سره  پیل شوې او  په دې مانورې کې د پوځي د مځکني ځواک دحرفه وي فِرقو د هراړخیزو  مهارتونو د ارزونې په خاطر د  ډول ډول ځاي  تکتیکونه عملیاتي کیږي .

  له دې مخکې  د  ایران د پوځ دسمندري  ځواک د ۹۹سمندري  اقتدار  مانوره هم د تیرې اونۍ  په چارشنبې ورځې  د هند سمندر  په شمال او مکران سواحلو کې  ترسره شوي ده .

 

ټیګونه