Jan 20, 2021 13:49 Asia/Kabul
  • تخت روانچي له امريکې سره هيڅ خبرې اترې نه دي لرلې

د ايران خارجه وزير د امريکې له نوي حکومت سره په ملګرو ملتو کښې د ايران د استازي د خبرو اترو په اړه د لوفېګارو فرانسوي ورځپاڼې د خبريال ادعا رد کړه.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف نن د خبريالانو په ټول کښې وويل: په ملګرو ملتو کښې د ايران استازے مجيد تخت روانچي درې هفتې اوشوې چې په تهران کښې دے او د لوفېګارو خبريال هسې چټي خبره کړې ده.

ظريف زياته کړه، اصلاً خبرو اترو ته ضرورت نشته ځکه هغه څه چې رامنځته شوي دي دا دي چې د امريکې حکومت خپلې ژمې ماتې کړې دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير همدارنګ د برجام ايټمي موافقې په باره کښې وويل، اروپايانو پوره خبر دي چې درې کاله مخکښې هغه هېواد چې د خپلو خلقو د ګټو او نړيوالو مصلحتونو په خيال ساتنې او په ژمنه پېژندنې سره يې د برجام ساتنه کړې ده ايران دے.

جواد ظريف د دې په بيانولو سره چې لويديځوال دې بنديزونه اوچت کړي ، تهران به خپلو ټولو ژمنو عمل وکړي تاکيد وکړ، ايران به د ژمنو د اجرا لپاره نور د امريکې نوي حکومت ته کلنګ ورنه کړي.

د ايران خارجه وزير همدارنګ د دې په بيانولو سره چې امريکې او فرانسې د اېشيا لويديځه سيمه د بارودو په ګودام بدله کړې ده وويل، که فرانسه او امريکه غواړي په سيمه کښې د وسلو د حالت په باره کښې خبره وکړي نو پکار دے ووړمبې دې په دغه سيمه د پينځويشت فيصده وسلو خرڅول بند کړي.

 

ټیګونه