Jan 22, 2021 04:50 Asia/Kabul
  • ظریف به د آذربایجان له ولسمشر سره کتنه وکړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، به په ۲۴ جنورۍ د آذربایجان جمهوریت ته سفر کوي او د دغه هیواد له ولسمشر سره به کتنه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دغه سفر کې به د آذربایجان ولسمشر الهام علي اف، د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرام اف او د دغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال شاهین مصطفی اف سره کتنه او د تهران او باکو ترمینځه د بیلابیلو اړخو، اړیکو، همکارۍ او سیمه ایزو ستونزو په هکله خبرې اترې وکړي.
همداشان په دې کتنه کې به د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د آذربایجان جمهوریت له چارواکو سره په سیمه کې د نوي همکارۍ جوړولو چې د دغه هیواد په قره باغ کې له ځمکو ازادۍ وروستو د قره باغ په بیا جوړولو کې د ایراني شرکتونو د ګډون په اړه د نظر تبادله وکړي.
د شمال - سویل نړیوال دهلیز بشپړولو او د دې ترانزیتي لارې د ډیرې وړتیاو جوړولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت، آذربایجان جمهوریت او روسیې درې اړخیزه همکاري بله هغه خبره ده چې په اذربایجان کې به یې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له آذربایجان جمهوریت سره په خبرو کې شامل کړي.

ټیګونه