Jan 22, 2021 05:14 Asia/Kabul
  • په بغداد کې د تروریستي بریدونو غندنه؛ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د عراق د مرستې لپاره د ایران چمتووالی

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي، د عراق په پلازمینه بغداد کې د دوه ترهګرو چاودنې چې په کې یو شمیر بې ګناه عراقي ښاریز شهیدان او ټبيان شول. محکوم کړ.

میدان الطیران د عراق پلازمینې د بغداد ښار په مرکز کې پرون ماسپښین دوه ځانمرګې بریدونه وشول چې د عراق د روغتیا د وزارت د خبر پر اساس، په دغه چاودنه کې ۳۵ کسان شهیدان او ۱۱۰ نور کسان ژوبل دي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د قربانیانو له کورنۍ سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، دا د عراق د ملت او حکومت ته د دې لوې مصیب په اړه غمرازي وړاندې کړه او د دې غمیزې شهیدانو ته د لوړې درجې او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه.
خطیب زاده زیاته کړه: تکفیري ترهګرو د سا په تازه کولو سره بیا، عراق خپل هدف ګرځولی دی او په لټه کې دی چې د دې هیواد امنیت او آرامښت له مینځه ویسي او د بهرنيانو دوامداره شتون لپاره عذر چمتو کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوي زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت لکه د تیر په څیر، اوس هم له عراقي ورڼو سره د ترهګرۍ او افراطیت په مقابله او مبارزه کې د هر ډول مرستې لپاره چمتو دی.
 

ټیګونه