Jan 23, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • د امریکا نوې اداره دي فرصت د لاسه نه ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیانولو سره چي د امریکا نوې اداره به د تل لپاره فرصت نه ولري وویل: د لومړي ګام د اوچتولو مسئولیت د واشنګټن په غاړه دی.


د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په وی یادښت کې چي په امریکایي نشریې فورن افېرز کې خپور شو دې ته په اشارې سره چي واشنګټن د یوې اساسې فیصلې سره مخ شوی ولیکل: د بایډن اداره یا باید د ټرامپ ماته خوړلي سیاستونو ته دوام ورکړي او د نړیوالو همکاریو او قوانینو د سپکاوي په لور لاړه شي او یا هم ماتي خوړلي سیاستونه پریږدي او په سیمه کې د سولي او د ثبات سیاست خپل کړي.

ظریف په سیمه کې د امریکا د عدم ثبات سیاست لکه د سردار سلیماني شهادت ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکا په سوریه او عراق کې د داعش د ترهګري ډلي په وړاندې د مبارزې په ډګر کې د یو وتلي قومندان په ټرورولو سره د ایران په وړاندې د خپلو جنایتونو په دوام کې یو نه بخښونکی جنایت تر سره کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چي امریکا د برجام د نړیوالي موافقې څخه په یو اړخیزه توګه په وتلو او پر ایران باندې د بندیزونو په لګولو او د اقتصادي جګړې په مخ ته وړلو سره د یوې نړیوالي موافقې د پلي کولو سزا ورکړه چي د ملګرو ملتونو له خوا تائیده شوې وه.

نوموړي زیاته کړه: ایران د ۲۰۱۹ د مي د میاشتي را په دې خوا د برجام د موافقې له مخې خپلي ایټمي وړتیاو ته وده ورکړي.

ظریف وویل: د امریکا نوې اداره د بایډن په مشري کولای شي د برجام ایټمي موافقه راژوندۍ کړي خو په دې شرط چي د ټرامپ له خوا ټول یو اړخیز پلي شوي بندیزونه لیري کړي.

هغه دې ته په اشارې سره چي د ایټمي مسالې په اړه به بیا ځلي مذاکرات نه وشي وویل: د ایټمي مسالې را په هاخوا ایران تل د هغو موضوعاتو په اړه چي په سیمه کې اندیښنې راپارولي خبرو اترو ته چمتووالي ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چي که لوېدیځ هیوادونه او امریکا که غواړي خپلو تېروتنو دوام ور نه کړي نو باید د سیمي او د ایران په هکله خپل نظر بدل کړي.

 

 

 

ټیګونه