Jan 23, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • د ارمنستان د اقتصادي چارو وزیر تهران ته راغی

د ارمنستان د اقتصادی چارو وزیر ایران سره د تجارتي اړیکو د پراختیا په اړه د خبرو اترو لپاره تهران ته راغی.

د ایران پرس د راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د تجارتي ودي د ادارې مشر حمید زادبوم ارمنستان د اقتصادي اړیکو ظرفیت په اشارې سره تهران ته د ارمنستان د اقتصادي چارو د وزیر راتګ د دواړو هیوادونو تر مینځ د تجارتي اړیکو د پراختیا په وړاندې د ستونزو د لیري کولو او اوراشیا ته د تجارتي لاسرسي لپاره یو ښه فرصت وباله.

زادبوم د دې په بیانولو سره چي د ارمنی وزیر دغه سفر د ایران د صنعت او د تجارت د وزیر په بلنه تر سره شوی د دواړو هیوادونو تر مینځ د تجارتي اړیکو د پراخولو په لړ کې د تفاهم لیک د لاسلیکولو خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د تجارتي ودي د ادارې مشر وویل: د ارمنستان د اقتصادي چارو وزیر وهان کروبیان تهران ته په خپله پنځه ورځنی سفر کې به د صنعت او د تجارت،  د انرجیو، د اقتصادي چارو له وزیرانو او د مرکزی بانک له مشر او په ټکنالوجیو کې د ایران د ولسمشر له مرستیال سره خبري اتري وکړي.

 

 

ټیګونه