Jan 24, 2021 12:50 Asia/Kabul
  • ايران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۹-۱۱-۰۴

د ايران د دفاعي طاقت په باره کښې د دښمن ډېره وړه تېروتنه به د وسله والو ځواکونو له درون او پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير جنرل امير حاتمي تېره هفته د وسله والو ځواکونو د فوځي مشقونو ترڅنګه په يوه وېنا کښې په دې موضوع باندې په تاکيد سره وويل: امريکنيانو په وورستيو هفتو کښې په سيمه کښې د ايټمي آبدوزو د راوستلو، په سمندري يونټونو کښې ځاے پرځاے کېدو او د لرې الوت کونکو الوتکو د ګشت په شمول يو لړ خوزښتونه ولرل او دا ابهام شته چې کېدې شي هغوي د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاعي حالاتو په اړه له محاسباتي تېروتنې سره مخامخ شي نو ځکه د هېواد له عزت او امنيت څخه د دفاع لپاره د ايران د وسله والو ځواکونو دفاعي چمتووالے په مختلفوفوځي مشقونوکښې نندارې ته وړاندې کړې شو

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د زمکني ځواک اقتدار ۹۹ فوځي مشقونه تېره هفته د مکران په غاړو کښې د هوائي بريد يونټونو، ځانګړيو او چټک غبرګون ښودونکو ځواکونو په شتون سره د ډرون، توغندي او سمندري مشقونو په دوام کښې جوړ شول. د ايران وسله والو ځواکونو د دغو مشقونو په ترسره کولو سره د خپل چمتووالي ښودنه وکړه او دښمنانو ته يې هم پېغام ورکړ چې د ايران په اړه پکار نه  دے ډېره وړه محاسباتي خطا ولري ،ځکه چې ډېره وړه خطا به يې د ايران د اسلامي جمهوريت له پرېکنده او درون ځواب سره مخامخ شي.

د پېغمبراعظم (ص) ۱۵ نومې مشقونو په توغنده اي برخه کښې د ايران د توانمنۍ يوه برخه د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د هوا فضاء ځواک د توغنده اي او ډروني عملياتو په اجرا سره نندارې ته وړاندې کړې شوه.

د ايران د اسلامي شورا جرګې د روانې جنورۍ په اتلسمه نېټه چې د مرغومي د مياشتې له نهويشتمې او غزه د مقاومت سېمبول ورځې سره يې سمون خوړۀ پارلېمانونه د قدس او فلسطين ملاتړي موضوع سره د يوې وبيناري غونډې کوربا ؤ.

په دغه غونډه کښې د ترکيې، ملېشيا، انډونېشيا، يمن، پاکستان، الجزائر، افغانستان، قطر، تيونس، لبنان، بوليويا، وېنزوېلا، عراق، سوريې، جنوبي افريقې، فلسطين او ايران پالېماني مشرانواو استازيو ګډون وکړ.

غاصبو صهيونېسټانو په سه د پاسه اويا کلونو کښې په فلسطيني زمکو کښېد خپل ناروا شتون د تثبيتولو لپاره د زرګونو جنايتونو او قتل عامونو په ترسره کولو، د فلسطينيانو نسل وژنې او لبنان او سوريې باندې د تېريو په دوام سره د پېړۍ معامله نومې سپېرۀ پلان تر پردې لاندې د سيمې د تقسيمولو استعماري سپېرې نقشې د عملي کولو په لټه کښې دي.

د ۱۹۴۸ کال د مۍ په پينځلسمه برطانيه د فلسطين د قيموميت په اختيار کښې لرلو سره او د خپلو استعماري مقاصدو د دوام او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د دائمي اډې د لرلو لپاره فلسطين ته د يهوديانو د مهاجرت او د يو صهيونېسټي حکومت د تشکيلولو لپاره له نړيوال صهيونېزم سره موافقې ته اورسېده

د تکبت په دغه ورځ صهيونېسټانو د برطانيې او امريکې په ملاتړ سره يو ترهه ګرو او نسل پرسته رژيم د فلسطين په نيواکي زمکو باندې واکمن کړ.

د فلسطين ملاتړي پارلېمانونه نومې کانفرنس په داسې حال کښې جوړ شو چې له سيمه ايزو او نړيوالو ګډوډو حالاتو څخه په استفادې او د امريکې د مخکيني او جنايت کار ولسمشر ټرمپ په ملاتړ سره د غاصب رژيم جنايتونه نوې مرحلې ته داخل شول. د نړۍ عامه افکار په خاصه توګه د کورونا وائرسو د خپرېدو له بحرانه او په غزه کښې له محاصره شويو دوه ميلين ښځو، ماشومانو او ځوانانو سره په چلند او له انساني او درمليزو مرستو څخه د هغوي په برخې کولو کښې د صهيونېسټ رژيم د بې رحميو او جنايتونو له ليدو وروسته  دې باور ته رسيدلي دي چې نيواکګر رژيم د ايټمي او کېميائي وسلو په لرلو سره د نړيوالې ټولنې او نړيوالې صلحې او امنيت لپاره د جدي ګواښ ګڼل کيږي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف تېره هفته په يو ټوئيټ کښې د ايران او فارس خليج د جنوبي څنډې د عربو هېوادونو ترمېنځ د خبرو اترو په اړه د قطر د خارجه وزير وروستي وړانديز ته په اشارې سره وليکل: «ايران په سيمه کښې د پراخو خبرو اتر لپاره د قطر د خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له بلنې هرکلے کوي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير واضحه کړه، هم هغه ډول چې ايران تل تاکيد کړے دے چې په ګډه توګه د يوې قدرتمنې، صلح ايزې، ثبات لرونکې، کاميابې او له سيمه ايزې او نړيوالې خپل سرۍ څخه د پاکې سيمې تشکيل لپاره په ملګرتيا کښې د مشکلاتو حل لاره پټه ده.

د ايران اسلامي جمهوريت تل په سيمه کښې د خبرو اترو، د حاکميت د احترام او ښه ګاونډيتوب په اصل باندې تاکيد کړے او له ټولو ګاونډيانو سره يې د منطقي، متناسبو او متوازنو تعلقاتو لرلو ته د خپلې ګروهنې څرګندونه کړې ده.

امريکه او صهيونېسټ رژيم له ايرانه د ويرونې له موضوع څخه د سيمې د خلقو او هېوادونو د ويرولو لپاره د يوې بهانې او حربې په توګه استفاده کړې ده او له دې لارې تر زيات حده پورې يې کړې شوي دي د سيمې د ګټو په خلاف خپل ځينې زيامنونکي پلانونه او سياستونه مخ په وړاندې بوځي. دغه تخريبي سياست سيمه ناامنه کړې او ترهه ګرۍاو داعش په سيمې باندې سيورے کړے دے او د امريکې او د هغې د انډيوالانو  لښکرکشۍ نه په افغانستان، نه په عراق او نه په فارس خليج کښې امنيت نه دې ټينګ کړې شوے، ځکه چې مقصد يې هيڅکله امنيت او له ترهه ګرۍ سره مبارزه نه ده او نه وه.

د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف له دې مخکښې هم د دسمبر په اتمه نېټه په يو ټوئيټ کښې د فارس خليج سيمې ګاونډيانو ته په خطاب سره ليکلي وو؛ «قدرمنو ګاونډيانو، له امريکې او دريو اروپائي هېوادونو غواړئ چې له ايران سره په خبرو اترو کښې شتون ولرئ په داسې حال کښې چې وړومبې خو له هغوي سره به د سيمې په اړه د هيڅ ډول خبرې اترې ونه کړو، ځکه چې هغوي خپله زمونږ د سيمې مشکل دي. بله دا چې مونږ کولې شوو بې له بهرني مداخلته نېغ په نېغه

په خپلو کښې خبرې اترې وکړوو د هرمز د صلحې نوښت لا اوس هم په مېز پروت دے.»

د هرمز د نوښت وړاندې کول، د آستانې د صلحې په بهير کښې ګډون، په افغانستان کښې له صلحې او قرارۍ څخه ملاتړ او د شانګهائي د ملګرتيا د تنظيم د غړيو هېوادونو ترمېنځ د څو اړخيزو ملګرتياو د زياتولو په ضرورت باندې تاکيد په سيمه کښې پائيدار امنيت د ټينګښت لپاره مشارکت او ملګرتيا ته د ايران د اسلامي جمهوريت د پاملرنې ځينې نمونې دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف د تېرې هفتې د زيارت په ورځ هم په يو ټوئيټ کښې د دې په بيانولو سره چې ايران د سيمې د امنيت د ټينګښت په لړ کښې د فارس خليج د سيمې له هېوادونوسره خبرو اترو ته چمتو دے زيات کړه، د سيمې د امنيت په لړ کښې د خبرو اترو لپاره د ايران چمتووالے څه نوې موضوع نه ده او دا موضوع د ايران د اسلامي جمهوريت د اوږدمهاله سياست اعلانول دي.

د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې پکار دے د فارس خليج ځينو هېوادونو ته دا ثابته شوې وي چې د ټرمپ تفرقه اچونکو سياستونو ته  څلور کلونه ايسار وو، وويل، دغو هېوادونوڅلور کاله وخت ضائع کړ او ټرمپ لاړ او مونږ او هغوي پاتې يوو.

د ايران خارجه وزير همدارنګ د تېرې جمعې په ورځ په يو بل ټوئيټ کښې دې ته په اشارې سره چې د امريکې نوے حکومت له يو بنيادي انتخاب او آپش سره مخامخ دے، وليکل؛ د بائيډن حکومت کولې شي د تېرو کسانو ماتې خوړلو سياستونو ته دوام ورکړي او يا کولې شي ماتې خوړلې فرضيې رد کړ او د صلحې او ارامښت په تکل کښې شي.

ظريف وويل: د بائيډن د حکومت وړومبنے ګام پکار دے د ټرمپ د ماتې د خطرناک ميراث د تلافي کولو لپاره کوشش وي.

 

ټیګونه