Jan 24, 2021 17:30 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور ۸۹ ککړو کسانو سا ورکړه

په نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر هم تر دې دمه څه دپاسه نهه نوي میلیونو ته رسیدلی چې له دوي څه دپاسه دوه میلیون ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو یو اویا میلیون نور په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړ،د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په تهران کې په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو دشمیرپه اعلانولو سره وئيلي دي ، د تشخیص  دنړیوالو معیارونو په اساس ، په تیر شواروز کې په  درست ایران کې په کروناویروس نور پنځه زره نهه سوه پنځه څلویښت ککړکسان پيژندل شوي چې له دوي څلور سوه اوه دیرش په روغتونونو کې بستري شوي دي  او تر دې دمه په درست ایران کې  د ککړو کسانو شمیر هم یو میلیون درې لکه درې اویا زرو تنو ته زیات شوی دی .

Image Caption

 هغې دغه راز وئيلي،په تیر شواروز کې له بده مرغه  په کروناککړو نهه اتیا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړیاو دغه راز تردې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیراوه پنځوس زره  درې سوه درې اتیا تنو ته زیات شوی دی .

ټیګونه