Jan 24, 2021 17:39 Asia/Kabul
  • په ایران کې به دکروناضد واکسن ډير زر پیل شي

د ایران د ځوانو متخصصانو په لاس د ؛کوو ایران برکت په نامې سره د ایراني کروناضد واکسن لومړنۍ کلینیکي مطالعاتو انسان ته دپيچکاري کولو لومړنۍ مرحله، د ۲۰۲۰ کال ددسمبر په ۲۹نیټه پخپلې خوښې تیار شوو کسانو ته پیل شوې ده

زمونږخبریال راپورراکړ د ایران دروغتیائي چارو وزیرسعید نمکي نن په یولړ څرګندونو کې دایراني کروناضد واکسن دجوړولو لپاره هڅې ته په اشارې سره زیاته کړې ده،هیواد ته د کروناضد واکسن واردات به ډير زر پیل شي .

 همدارازد حضرت امام خمیني د فرمان د اجرائي کمیشن د اطلاع رسونې  مشر حجت ا...نیکي ملکي  هم وئيلي دي،د هغو یویشتو کسانودسلامتیا  له ارزونې وروسته چې پخپلې خوښې ئې دغه واکسن پيچکاري کړی،او دغه واکسن په ایران کې تولید شوی دی،د نورو څوارلس کسانو لپاره چې پيچکاري کولو ته راضي شوي،د پيچکاري کیدا مجوز صادر شوی دی .

ټیګونه