Jan 25, 2021 06:02 Asia/Kabul
  • د فارس خليج سيمه خبرو اترو او ملګرتياو ته ضرورت لري

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير وويلو د فارس خليج سيمه ړ د دغې سيمې د هېوادونو ترمېنځ خبرو اترو، ملګرتياو او د اطمينان وړ طريقو رامنځته کولو ته ضرورت لري.

محمد جواد ظريف بېګا باکو ته له رسېدو سره سم په دې باندې په تاکيد سره چې په دغه سفر کښې اصلي موضوع سيمه ايزې ملګرتياوې دي چې د تهران لپاره زيات اهميت لري وويل: له دغو هېوادونو سره چې د ايران له اسلامي جمهوريت سره ښه او نزدې دوه اړخيزه تعلقات لري ړ سيمه ايزو ملګرتياو په باره کښې صلاح مشورې د دغه سفر ځينې ډېر مهم مقاصد دي.

محمد جواد ظريف همدارنګ د شمال – جنوب او جنوب – لويديځ د ټرانسپورټ د کورېډورونو د تکميل او ټرانزيټي مسائل د دغه سفر د خبرو اترو ځينې موضوعاګانې اعلان کړې.

هغه زياته کړه، له آذربائيجان جمهوريت نه علاوه به هغه په راتلونکو ورځو کښې روسيې، آرمينيا، جارجيا او احتمالا د هفتې په آخر کښې ترکيې ته سفر ولري.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف نن ټاکل شوې ده د آذربائيجان جمهوريت  له ولسمشر الهام علي اف له خپل همرتبه جيحون بايرام اف او د دغه هېواد له وزيراعظم شاهين مصطفی اف سره کتنې او خبرې اترې وکړي او له دغه سفره وروسته به د روسيې له چارواکو سره د ليدلو له خبرو اترو لپاره له باکو نه ماسکو ته لاړ شي.

 

ټیګونه