Jan 26, 2021 07:58 Asia/Kabul
  • ایران د کوانټومي فعالیت ډګر ته داخل شو

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د کوانټومي فعالیت ډګر ته د ایران د رسیدو خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د کوانټومي فعالیت ډګر ته د ایران د رسیدو خبر ورکړ.

علي اکبر صالحي بیګا د تهران د برجِ میلاد او د ایټمي انرجۍ د ادارې ترمینځ په کوانټومي طریقه د معلوماتو د انتقال د دریمې آزموینې د مخ کتنې په مراستمو کښې، په دې خبرې سره چې ایران د کوانټومي فعالیت ډګر ته داخل شوی دی، وویل: له دې ټیکنالوجۍ څخه د مخابراتو، دفاع، بانکي ارتباطاتو، طب، کمپیوټر، سینسرونو، راډاراو  بایالوجۍ په شمول په مختلفو برخو کښې ګټه پورته کیدې شي.

هغه زیاته کړه: په کلي توګه په هر ځاې کښې چې په رمزداره او د کوډ په ذریعه د اطلاعاتو د انتقال ضرورت وي، هلته کوانټومي ټیکنالوجي استعمالیدې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د ادرې مشر د کوانټومي فعالیت په وضاحت کښې وویل: کوانټومي ټیکنالوجۍ ته د رسیدو بټنه، په خپلو کښې د رڼا د ذراتو پیرل دي چې فوټون بلل کیږي.

صالحي په دې خبرې سره چې په ایران کښې د کوانټومي فعالیت بحث له ۱۳۹۵ لمریز کال څخه پيل شو، زیاته کړه: په کال ۱۳۹۷ کښې پس د دوو کلونو له سخت کار او محنت وروسته وړومبني فوټونونه د ایران د لیزري علمونو او فنونو په مرکز کښې تولید شول.

هغه وویل چې په لویدیځې آسیا کښې ایران وړومبنې هیواد دی چې تراوسه یې دا ډول ازموینې ترسره کړې دي او په دې برخه کښې د اسلامي هیوادونو مخکښ دی.

 

ټیګونه