محمد جواد ظريف:
د قره باغ موضوع په سيمه کښې د صلحې او دوستۍ لپاره يوه موقع ده
د ايران خارجه وزير وويل، د قره باغ بحران د تهران او ماسکو د ګډې اندېښنې په توګه د روسيې په مېنځګړيتوب سره هوار شوے او اوس په سيمه کښې د صلحې او دوستۍ لپاره په يو فرصت بدل شوے دے.
د اېرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف نن د روسيې له خارجه وزير سرګئ لاوروف سره په ناسته کښې د قره باغ په لانجه کښې د مېنځکړيتوب لپاره د روسيې له ولسمشر څخه په قدرونې سره زياته کړه، د قره باغ بحران د تهران او ماسکو ګډه اندېښنه وه چې اوس په سيمه کښې د صلحې او دوستۍ لپاره په يو فرصت بدل شوے دے.
د روسيې خارجه وزير لاوروف هم په دغه کتنه کښې د تهران او ماسکو ښو تعلقاتو ته په اشارې سره وويل، په نننۍ غونډه کښې د قره باغ سيمې حالت، برجام ايټمي موافقه، د سوريې او افغانستان د مسئلو هوارے او د فارس خليج د سيمې حالات څيړل کيږي.
محمد جواد ظريف د خپل سيمه ايز سفر په دوام کښې نن له روسي چارواکو سره د دوو اړخيزو او سيمه ايزو صلاح مشورو لپاره ماسکو ته لاړ.
جارجيا، آرمينيا او ترکيه به د ايران د خارجه وزير د سيمه ايز سفر وروپسې مقصدونه وي.