د امریکانوي حکومت عمل نه بلکې یوازې خبرې کوي
د ایران خارجه وزیر دافغانستان د وروستیو حالاتو په بیانولوسره تهران ته دطالبانو ډلې دیوه پلاوي سفر ته په اشارې سره ، دافغانستان دمسئلو دحل لپاره ملګرتیاؤ په ضرورت ټينګار وکړ.
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې تهران د واشنګټن په اپوټه جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته پابند پاتې شوی ، ووئيل ، دامریکا نوي حکومت تر دې دمه تشې خبرې کړي او له خپلې خوا ئې هیڅ ډول عملي ګام نه دی پورته کړی .
محمد جواد ظریف چې ماسکو ته په سفر تللی ،پرون مازدیګر ئې په ماسکو کې د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره له خبرواترو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې ددې خبرې په یادولو سره چې امریکا حتی د باراک اوباما په پړاؤ کې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته پابنده نه وه وئيلي دي ،که امریکایان خپل بندیزونه او د ایران او دنیا په اقتصادي اړیکو کې لاسوهنې ختمې کړي او ایران ئې کومه نتیجه وویني ، نو په داسې وخت کې به ا یران هم خپلو درستو ژمنو ته بیرته وګرځي .
جواد ظریف په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې د ایران او روسیې اړیکې دوستانه دي زیاته کړې ده ، ددغو اړیکو عمر د امریکا له تاریخه لازیات دی .
د ایران خارجه وزیر همداراز دقره باغ دموضوع په باب هم ووئیل ، د ایران لپاره د قره باغ دبحران حل له امینيت پلوه ضروري ؤ .
د ایران خارجه وزیر دافغانستان د وروستیو حالاتو په بیانولوسره تهران ته دطالبانو ډلې دیوه پلاوي سفر ته په اشارې سره ، دافغانستان دمسئلو دحل لپاره ملګرتیاؤ په ضرورت ټينګار وکړ.
د روسیې خارجه وزیرسرګئ لاؤروف هم په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د تهران او ماسکو اړیکې دوستانه وبللې او وې وئيل ، د ایران اوروسیې اړیکې د امریکا او دهغې په شان د ځينو نورو په نسبت خپلواکه دي ، هیله ښودلې چې امریکا دې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته په بیرته ستنیدا سره تیرې تیروتنې جبران او دنړیوالو په وړاندې دې خپل اعتماد بحال کړي.